د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو ډلې 'سي‌ آی ‌اې' له ملاتړ برخمن افغان ځواکونه پر بشري سرغړونو تورن کړي


په افغانستان اوس مهال شپني عملیات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کیږي تیرو کلونو کې شپني عملیات د بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره کیدل.

د بشري حقونو نړیوال سازمان " هیومن رایټ واچ" په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې " سي آی اې" له ملاتړ څخه برخمن افغان ځواکونه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او د دغو ځواکونو د منحل کیدو غوښتنه یې کړې.

د امریکا په نیویارک کې میشت د بشري حقونو نړیوال ساسزمان " هیومن رایټ واچ" په دغه راپور کې، چې نن د پنجشنبې په ورځ ( لړم ۹مه) یې خپور کړی،د "سي آی اې" له ملاتړ برخمن افغان ځواکونه د قانوني بهر په صحرايي وژنو، په زور د خلکو تری تم کولو، نیولو، شپنیو عملیاتو، هوايي بریدونو او د بشري حقونو په نورو سرغړونو تورن کړي دي.

دبشري حقونو د څار دغه سازمان دا کړنې جنګي جنایت بللي دي.

د بشري حقونو د څار دغه سازمان ویلي، چې د تروریزم پرضد دغو ځواکونو له خوا د ۲۰۱۷ میلادي کال څخه د روان ۲۰۱۹ میلادي کال ترنیمايي پورې موده کې یې د شوو ۱۴ قضیو پلټنه کړې، چې له مخې یې دغو ځواکونو جدي بشري سرغړونې کړي دي.

د بشري حقونو د څار دغې ډلې له افغان حکومت څخه غوښتي، چې ژرتر ژره دې ټولې هغه د افغان حکومت پلوه وسله والې ډلې، چې په کې د"سي آی اې" له ملاتړ برخمن افغان ځواکونه هم شامل دي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترقوماندې لاندې فعالیت نه کوي منحل کړي.

د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې " سي آی اې" ویاند ټیموټي بریټ د رویټرز خبري آژانس ته د دغه راپور په غبرګون کې ویلي، چې دا اداره خپل عملیات د قانون له مخې د څارنې د یو میکانیزم پر اساس ترسره کوي.

ښاغلي بریټ ویلي " طالبانو د دغسې یو مشابه کړنلارې له مخې عملیات نه کوي، بلکې عملیات یې ډیر خراب دي. طالبان د پروپاګند یو پراخه کمپاین ترسره کوي، ترڅو هغوی، چې د افغان مشروع حکومت ملاتړي دي بې اعتباره کړي".

افغان حکومت غبرګون

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وايي د بشري حقونو د سازمان د دغه راپور افغان حکومت ترلاسه کړی دی.

ښاغلي حقمل په په یو ویدیوي پیغام کې ویلي، چې په دغه راپور کې ځینې حقایق هم شته او ترڅنګ یې ځینې تیروتنې هم لیدل کیږي.

ښاغلي حقمل ویلي " مونږ به د دې راپور هر مورد ټکی په ټکی او بند په بند وازرو او د خپلو ارزونو په رڼا کې به مفصل ځواب ورکړو".

د افغانستان د ملي امنیت د شورا دغه چارواکي ویلي، چې افغان حکومت له وړاندې په راپور کې د ځینو ذکر شوو مواردو په اړه اقدام کړی او د ځینو مواردو په اړه یې تصمیم نیولی دی.

ښاغلي حقمل ویلي، چې د دې ترڅنګ افغان حکومت په راپور کې د ذکر شوو موارو په اړه اصلاحي پروګرامونه هم پیل کړي دي.

د تیر سپټمبر په میاشت کې، چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې " سي آی اې" له ملاتړ څخه برخمن افغان ځواکونو د ننګرهار په ولایت مرکز جلال اباد ښار کې پر یو کور شپني عملیات ترسره کړل او په ترڅ کې څلور ورونه ووژل شو، د دغو عملیاتو وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني جلال اباد کې یوې غوندې ته په وینا کې وویل، چې افغان ځانګړي ځواکونه به نور پرینږدي، چې عملیات ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG