د لاس رسي وړ اتصالات

ګاسمن: د افغان خبریالانو، فعالانو او ملکیانو د وژنو په اړه څېړنو ته دې لومړیتوب ورکړل شي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د بشري حقونو څار سازمان د جنوبي اسیا برخې مسؤلې پترشیا ګاسمن، د طلوع نیوز خصوصي تلویزیون د پخواني همکار او سیاسي خپرونو چلوونکي یما سیاوش د وژل کېدو دوه کاله پوره کېدو سره، په افغانستان کې د ټولو خبریالانو، فعالانو او ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د ځواب ویلو او څېړنو غوښتنه کړې ده.

اغلې ګاسمن د دوشنبې په ورځ نومبر اوومه (لړم ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه خبریال له وژل کېدو سره د ددو کلونو په تېرېدو سره عدالت نه دی تر سره شوی او د نوموړې په وینا د سیاوش د وژل کېدو دوه کاله پر داسې مهال پوره کیږي چې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د خپلو تحقیقاتو بیا پیلېدو خبر ورکړی دی.

نوموړې زیاته کړې: "دا څېړنې د ټولو ښکېلو اړخونو د جنایتونو رسېدو ته جدي اړتیا لري، په شمول د هغه جنایاتو چې ممکن د افغانستان د تیر حکومت چارواکي یې مسؤل وي. د سیاوش کورنۍ د عدالت په تمه ده. د هغه وژنه او پر خبریالانو، فعالانو او ملکي وګړو بریدونو ته په هر ډول څېړنو کې باید لومړیتوب ورکړل شي."

د طلوع نیوز پخوانی همکار او د افغانستان بانک کار کوونکی یما سیاوش د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر اوومه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې څلورم مکروریان سیمه کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې له خپلو دوو نورو همکارانو سره ووژل شو.

اغلې ګاسمن نن دوشنبه ویلي چې د افغانستان تیر حکومت نه د یاد برید په اړه څېړنې کړي او نه یې هم څوک محاکمه کړی دی.

نوموړې زیاته کړې چې یما سیاوش په تلویزیون کې د پخوانیو چارواکو سره په مهمو سیاسي بحثونو، د فساد کشف او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت په نیمګړتیاو پیدا کولو کې مشهور و.

دا په داسې حال کې ده پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د ۲۰۲۱ کال د اپرېل پر اوومه د یما سیاوش د قتل په تور د څو تنو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

خو اغلې ګاسمن په نننۍ اعلامیه کې ویلي چې پخواني افغان چارواکي د زور او شکنجې له لارې د اجباري اعترافاتو اخیستلو کې سابقه لري او په خبره یې د نیول شوو ۱۱ کسانو له ډلې یو تن هم نه دی محاکمه شوی.

هغې ویلي چې یو پارلماني تحقیق دې پایلې ته رسېدلی چې پخوانيو افغان چارواکو د عدلي طب تحقیقات نه دي تر سره کړي او هم د چاودنې له ځای څخه د حیاتي شواهدو او موټر په ساتلو کې پاتې راغلي دي. خو پخوانیو افغان چارواکو تر دا مهاله د اغلې ګاسمن د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د رسنیو ۳۳ متخصصین وژل شوي دي.

اغلې ګامسن زیاته کړې: "د طالبانو او د اسلامي دولت (داعش) ډلې د زیاتو بریدونو مسؤلیت منلی دی، خو د نورو بریدونو عاملان، چې له هغه جملې سیاوش ووژل شو. تر دا مهاله نا څرګند پاتې دی."

د بشري حقونو څار سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسؤلې همدارنګه ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته عدالت ته لاس رسی کم شوی او په خبره یې طالبانو قضايي سیستم له منځه وړی دی او د خبریالانو په وړاندې ناوړه استفاده روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي و چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۰ قضیې ثبت کړي دي.

خو پر خبریالانو او رسنیو باندې د طالبانو حکومت پر زیاتیدونکو محدودیتونو باندې د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ادارو له انتقادونو وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نومبر درېیمه (لړم ۱۲) په یوه اعلامیه کې ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG