د لاس رسي وړ اتصالات

په یما سیاوش د برید عاملین ونیول شول – صالح


د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې په پخواني خبریال یما سیاوش باندې د برید عاملین نیول شوي دي.

ښاغلي صالح د چهارشنبې په ورځ د اپریل په اومه (وري ۱۸) په خپل ټویټر کې لیکلي چې امنیتي ځواکونو د دې قضیې په تړاو په کابل کې یوه ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده.

ښاغلي صالح زیاته کړې نیول شوي کسان د طالبانو د ډلې غړي دي او د یما سیاوش په وژلو کې مخامخ ښکېل دي.

د هغه په وینا دغې ۱۱ کسیزې ډلې په کابل ښار کې زیات بریدونه پلان او ترسره کړي دي.

د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستیال دغه راز ویلي چې د کابل پولیسو د دغې ډلې د ماینونو یوه زیرمه هم کشف کړې ده.

ښاغلي صالح د رسنیو، بشري حقونو سازمانونو، مدني ټولنې او د خبریالانو د دفاع بنسټونو له استازو څخه غوښتي چې له نیول شویو کسانو سره مخامخ مرکې وکړي او خلک د طالبانو له پلانونو خبر کړي.

طالبانو له دې وړاندې په هدفي وژنو کې په ځانګړي ډول پر خبریالانو باندې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

یما سیاوش چې ورباندې د برید په مهال د افغانستان بانک کارکوونکی و، د ۲۰۲۰ کال د نومبر په اومه د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې دفتر ته د تللو په مهال له خپل یو همکار او ډریور سره د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG