د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د روسیې د اټومي وسلو د لیږد اقدام 'خطرناک او غیر مسؤل' وباله 


د روسیې بالستیک میزایل
د روسیې بالستیک میزایل

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۶) د روسیې اعلان چې وایي بیلاروس ته تاکتیکي اټومي وسلې لیږدوي وغانده او هغه یې "خطرناک او غیر مسؤلانه" وباله.

خو د ناټو ویاندې اوانا لونګیسکو وویل، لویدیځو متحدینو لا تر اوسه «د روسیې په اتومي وضعیت کې داسې کوم بدلون نه دی لیدلی چې پر وړاندې یې موږ خپل ځان عیار کړو.»

اوکراین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې چې د مسکو د هغه پلان په اړه بحث وکړي، چې روسیې د شنبې په ورځ مارچ ۲۵ اعلان وکړ، چې ګاونډي هیواد بیلاروس ته تاکتیکي اټومي کوپړۍ لیږدوي.

روسیې تېر کال د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین په بشپړه توګه یرغل پیل کړ، چې یو شمېر پوځیان یې د متحد هیواد بیلاروس له لارې د اوکراین له پولې تېر شول. کیف د روسیې له خوا د اټومي وسلو د لیږد اقدام ته د "اټومي باج" اخیستلو په سترګه ګوري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اټومي وسلو لیږد د متحده ایالاتو د هغه اقدام سره پرتله کوي چې د خپلو اروپایي متحدینو په خاوره کې یې ځینې اټومي وسلې ځای پر ځای کړي.

خو ناټو د دې مشابهت په ردولو کې له جرمني سره یوه خوله شو.

د ناټو ویاندې لونګیسکو وویل: "د روسیې اتومي څرګندونې خطرناکې او غیر مسؤلانه دي. ناټو محتاطه ده او موږ وضعیت له نږدې څارو."

هغې وویل، "د ناټو د اټومي [وسلو] شریکولو په اړه د روسیې اشاره په بشپړه توګه غلطه ده. د ناټو متحدین د خپلو نړیوالو ژمنو ته پوره درناوي کوي."

لونګیسکو وویل: "روسیې په دوامداره توګه د وسلو د کنټرول ژمنې ماتې کړې او په دې وروستیو کې یې په «نوي سټارټ »تړون کې خپل ګډون وځنډاوه."

تیره میاشت پوتین وویل چې مسکو به د روسیې او متحده ایالاتو ترمنځ د اټومي وسلو د کنټرول په تړون «نوي سټارټ» کې ګډون وځنډوي.

د ناټو ویاندې وویل، «روسیه باید منلو ته مخه کړي او په ښه نیت عمل وکړي.»

XS
SM
MD
LG