د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په یو بالمثل اقدام کې د جرمني دپلوماتان شړي


د جرمني څخه د روسیې د دپلوماتانو د شړلو سره هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، د شنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوایي دوهمه) له دغه هیواد څخه د جرمني د څه دپاسه ۲۰ دپلوماتانو د شړلو خبر ورکړ.

د رویټرز خبري اژانس د یو جرمني دپلومات له قوله، چې د خپل نوم د ښودلو یې ډډه کړې رپوټ ورکړی، چې په وروستیو اونیو کې برلین او مسکو په جرمني کې د روسیې د استخباراتي حضور په هکله یو بل سره په تماس کې و.

هغه وویل، چې په دې تماسونو کې له جرمني څخه د روسیې دپلوماتانو دشړلو په مسله خبرې هم شاملې وې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د شړل شوو روسیې دپلوماتانو د شمیر په اړه له څرګندونو څخه ډډه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له جرمني څخه د روسیې دپلوماتانو د ایستلو مسلې ته په اشارې دا اقدام په کلکه وغانده او برلین یې د " دوو اړخیزو اړیکو په بشپړ تخریب" تورن کړ.

د روسیې دپلوماتکي دستګاه خپل دا اقدام یو بل المثله اقدام وګاڼه او زیاته یې کړه، چې په دغه هیواد کې به د جرمني دپلوماتانو شمیر کې د پام وړکموالی راولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې د اپریل د روانې میاشتې په پنځمه یې په مسکو کې د جرمني سفیر د خپل دغه اقدام څخه خبر کړی دی.

په ورته وخت کې د جرمني د "بیلډ" ورځپاڼې د راپور له مخې کرملین په روسیه کې د جرمني د ۹۰ دپلوماتانو له ډلې ۳۴ دپلوماتانو ته ویلي، چې له دغه هیواد څخه ووځي.

پر اوکراین باندې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، د پوځي یرغل وړاندې جرمني د روسیې د تیلو او ګازو ستر پیریدونکی و. خو د روسیې په لویدیځ ګاونډې باندې د روسانو یرغل او پر کرملین باندې د پراخو بندیزونو وروسته د مسکو او برلین اړیکې ډیرې سختې خړې پړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG