د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او سړو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه پرانیستل شو


( ارشیف) په خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي د پردې پواسط جلا شوي
( ارشیف) په خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي د پردې پواسط جلا شوي

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د شنبې په ورځ په کابل او نورو سړو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل شو.

د دغه وزارت ویاند مولوي احمد تقي د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ ( کب اووم) امریکا ته وویل، چې د ترتیب شوي پلان پر اساس به نجونې د سهار له خوا او هلکان د ماسپښین له خوا په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

د افغانستان په ګرمو سیمو کې له وړاندې د فبرورۍ په دوهمه دولتي پوهنتونونو کې نجونو او هلکانو په جلا جلا وختونو کې زده کړې پیل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د کړنلارې له مخې به دولتي پوهنتونونو د پرانیستلو په لومړیو دریو اونیو کې محصلین د تیر سمستر درسونه تکرار کړي او د دریو اونیو وروسته به هغوی د تیر سمستر ازموینې ورکړي او ورپسې به نوی تعلیمي کال پیل شي.

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د پنځلسمې وروسته چې افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړی دولتي پوهنتونونه د هلکانو او نجونو د زده کړو د بهیر د بیلولو لپاره تړلي وو.

خو په خصوصي پوهنتونونو کې نجونو او هلکانو په جلا جلا ټولګیو کې زده کړو ته دوام ورکړی دی.

یو شمیر محصلینو امریکا غږ ته وویل، چې پوهنتونونو ته د ستنیدلو له امله ډیر خوشاله دی، خو داچې په دریو اونیو کې به څنګه د تیر سمستر ټولې زده کړې تکرار کړي په اړه یې اندیښنې لري.

د طالبانو د پوهنې وزارت هم اعلان کړی چې د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو ورځو کې به په ټول افغانستان کې د نجونو او هلکانو ښوونځي هم پرانیستل شي. اوس مهال د نجونو ښوونځي د ګرمو سیمو په ګډون تړلي دي.

XS
SM
MD
LG