د ملګرو ملتونو د پېسو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې د ۱۱.۶ میلیون ماشومانو په ګډون ۲۲ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف وايي چې په افغانستان کې د ۶.۵ میلیون ماشومانو په ګډون د ۱۲ میلیون افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۹۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دا اداره وايي چې د افغانستان خلک د طبیعي افاتو، د اقلیم د بدلون له کبله د پیدا شویو ستونزو، ماتېدونکي اقتصاد او روغتیايي او تعلیمي ابتدايي خدمتونو د نه شتوالي په ګډون له یو لړ کړکیچونو سره مخامخ دي.
یونیسف وايي چې ۷.۵ میلیون خلک غذايي موادو، ۷.۴ میلیون ماشومان محافظتي خدمتونو او ۷.۱ میلیون نور ماشومان تعلیمي حمایت ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې دوی ۹۵۰ میلیون ډالر ځکه غواړي چې دغو اړمنو افغانانو ته روغتیايي او تعلیمي خدمات، خواړه، د څښاک پاکې اوبه او نور ټولنیز امکانات برابر کړي.
یونیسف وايي چې په افغانستان کې د ژغورنې او محافظت بحران په زیاتېدو دی او میندوارې ښځې، ماشومان، ځوانان او دا ډول نور خلک له مخ په زیاتېدونکي خطر سره مخامخ دي.
د یونیسف په اعلامیې کې راغلي دي چې «په افغانستان کې ښځې او نجونې د خپلو حقونو په اړه د سیستماتیک محرومیت سره مخامخ دي. له شپږم ټولګي ورپوته د نجونو په تعلیم باندې، کار او نورو مشارکتونو باندې بندیزونو او محدودیتونو» د ژغورنې خطرونه زیات کړي. وايي د دې بندیزونو «اغیزې به راتلونکي نسلونه محسوسوي».
طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په ښځو او نجونو باندې کلک بندیزونه او محدودیتونه ولګول او په دولتي او غیردولتي ادارو کې کار هم بند کړ.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په سږني ژمي کې ۱۷ میلیون خلک د خوړو له شدید کموالي سره مخامخ دي او لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتېدو دي.
دغه سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د خوراکي موادو د برابرولو لپاره ۴۶۸ میلیون ډالر مرستو ته اړتیا لري.
فورم \ دبحث خونه