د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو پر دوام د سره صلیب اندېښنه


د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو باندې په "قصدي ډول" د بریدونو په دوام اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي دوام به میلیونونه افغانان له روغتیايي خدماتو محروم کړي.

دغې کمېټې د چهارشنبې په ورځ د جون په ۱۷مه (غبرګولي ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د کروناویروس د وبا پر مهال پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو دوام په دغه هېواد کې ستونزې لاپسې زیاتې کړي.

په اعلامیې کې راغلي چې د کروناویروس د خپرېدو له امله افغانان د بل هر وخت په پرتله زیاتو روغتیايي پاملرنو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د سره صلیب د مرکزي کمېټې د استازولی مشر خوان پیدرو سکاریر ویلي:"په افغانستان کې وروستی کړکېچ موږ په جدي ډول اندېښمن کړي یو. وروسته له هغې چې به فبروري او مارچ میاشتو کې به تاوتریخوالي کې د نسبي کموالي په تړاو هیلې راپیدا شوې، اوس موږ بیا د تاوتریخوالي شاهدان یو".

هغه دغه راز ویلي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه مخ په زیاتېدو ده.

په دې اعلامیه کې د کابل لویدیځ په دشت برچي سیمه کې پر روغتون د وسله‌والو برید ته اشاره شوې او ویل شوي چې د دې وضعیت دوام په دغه هېواد کې د روغتیايي سکتور د فعالیت لپاره کړۍ لاپسې تنګه کړې ده.

له دغه برید وروسته چې په کې یوه قابله، ۱۵ میندې، دوه ماشومانو او شپږ تنه نور ووژل شول، د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې چې له دغه روغتون څخه یې ملاتړ کوه په دشت برچي سیمه کې خپل فعالیتونه بند کړل.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې دغه راز په کندهار کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په تړاو ویلي سره له دې چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، دوی د افغانستان په جنوب کې شاوخوا شپږ میلیونو وګړو ته د روغتیايي خدماتو د برابرولو هڅه کوي.

دغې کمېټې ویلي: "په افغانستان کې یو شمېر صحي کارکوونکي په کویډ۱۹ اخته شوي چې دا پخپله د اندېښنې وړ ده او په نتیجه کې یې تر ټولو زیات فشار روغتیايي سیستم زغمي. د میرویس روغتون د کویډ۱۹ له امله په تدارکاتي سیستم کې د ستونزو په سبب په منظم ډول د ماسک او لاس وینځلو مایع له کموالي سره مخامخ کېږي".

د سره صلیب کمېټې دغه راز ویلي چې د افغانستان په جنوب کې د کروناویروس د خپرېدو له امله د وینې د ورکولو بهیر هم ټکنی شوی او دغه کمېټه د وینې له کموالي سره مخامخ ده.

د کندهار د میرویس په روغتون کې د آی.سي.آر.سي پروژې مسول ایرین او کانر ویلي: "موږ په تدارکاتي سیستم کې د خنډونو په څیر ستونزو سره مخامخ کېږو چې آی.سي.آر.سي په دې برخه کې مرسته کولی شي، خو د کویډ۱۹ د خپرېدو پر مهال د وینې ورکولو ته د خلکو اړ کول له هغې هم ستونزمن کار دی".

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د دوحې له تړون وروسته په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یوازې په وروستیو دوو اونیو کې د دغو بریدونو له امله ۸۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د سره صلیب نړېوالې کمېټې په داسې حال کې په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو سره هم‌مهال پر روغتیايي مرکزونو باندې د بریدونو پر دوام اندېښنه ښودلې چې د دغه هېواد د روغتیا وزارت د شمېرو په اساس تر اوسه ۲۶زره او ۸۷۴ تنه په کویډ۱۹ ناروغۍ اخته شوي، چې له دې شمېرې نږدې ۵۰۴ تنه مړه شوي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهارشنبې تر غرمې جون ۱۷(غبرګولې۲۸) پورې په نړۍ کې ۴۴۳۷۲۹ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اته میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG