د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: ۲۴.۴ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري؛ مالیزیا هم مرستې استولې


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په دغه هیواد کې بشري مرستو ته اړتیا ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

د سره صلیب کمېټې د سې شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۲ (کب دریمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال په ټول افغانستان ۲۴.۴ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته هغه مرستې چې له تیر حکومت سره د نړیوالې ټولنې لخوا کېدلې اوس درېدلي دي او د دې ترڅنګ د افغانستان په میلیاردونو ډالر پانګه د طالبانو لاس ته د نه لوېدو له امله په بهرنیو بانکونو په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو په فدرال بانکونو کې کنګل شوي ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس د افغانستان د نفوس نیمايي وګړي له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

تر دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې په دغه هیواد کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره دولتونه باید له افغانستان سره تعامل وکړي.

له افغانستان سره د مالیزیا بشري مرسته

پر همدې مهال د مالیزیا د بهرنیو چارو وزوات په افغانستان کې اړمنو ته د رسېدو په هدف دغه هیواد ته د بشري مرستو د لېږلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټاکل شوې د دغه هیواد پنځه ټنه بشري مرسته چې ژمني لباسونه، څادر، وچې شیدې او ځینې نور اړین توکي شامل دي افغانستان ته انتقال شي.

دغه وزارت ټینګار کړی دی چې دغه اندازه بشري مرستې به د غیر دولتي سازمانونو له لارې په افغانستان کې پر اړمنو په ځانګړي ډول پر ماشومانو باندې ووېشل شي.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسېدو لپاره به له دغه هیواد سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او ټاکل شوې په راتلوونکو اونیو کې نورې بشري مرستې هم افغانستان ته ولېږي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د مالیزیا د اقتصادي تحقیقاتو مرکز چمتو دی چې له افغانستان سره د اسلامي بانکدارۍ رامنځته کولو په برخه کې مرسته وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې مالیزیا همدارنګه چمتو ده چې د افغانستان سره د زیربنايي پراختیا، روغتیا، زده کړو، د طبیعي منابعو ایستلو، مخابراتو او انرژۍ په برخو کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG