د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ولسمشر: افغانستان کې به د همه شمول حکومت نشتوالی د نا امنیو لامل شي 


د ایران ولسمشر قطر ته په سفر تللی
د ایران ولسمشر قطر ته په سفر تللی

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وایي چې په افغانستان کې د همه شمول حکومت د نه موجودیت له کبله به نا امنۍ بیا په دې هېواد کې پیل شي.

ښاغلي رئیسي‌ نن دوشنبه فبروري ۲۱ (سلواغه دویمه) وویل: «د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید له افغانانو سره مرسته وکړي چې یو همه شمول ولسي حکومت هلته مستقر شي، که داسې ونه شي، دې مظلوم هېواد ته به بیا نا امنۍ را وګرځي.»

ښاغلي رئیسي‌ قطر ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد د امیر تمیم حمد ال ثاني سره په یو ګډ خبري ‌کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې. طالبان په قطر کې خپل سیاسي دفتر لري‌ او قطر د نورو هېوادونو په پرتله له طالبانو سره نژدې روابط پالي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه نیټه په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ایراني چارواکو په افغانستان کې د همه شمول حکومت په جوړولو ټېنګار وکړ او خبرداری یې ورکړی چې د «یو قوم» حکومت به ناوړه پایلې وزېږوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده تېره میاشت ویلي وو چې د افغانستان ګاونډیانو ته د همه شمول حکومت مسئله ډېره مهمه ده او ټېنګار کوي‌ چې په حکومت کې د ټولو قومونو او ټولنو استازي په کې وي.

تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان طلوع تلویزون ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت همه شمول نه دی او ایران دا حکومت په رسمیت نه شي پېژندلای.

خو طالبان ټېنګار کوي چې حکومت یې همه شمول دی. هغه وخت د ایران د سفیر د خبرو په غبرګون کې د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي وو: «ایا د ایران دولت او کابینه، هاغسې چې نور همه شمول یې تعریفوي، همه شمول دي؟ هر هېواد د خپلو ملي ګټو په اساس همه شمول تعریفوي.»

ایران د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د روسیې په ګدون د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیران یوې غونډې ته وبلل او په افغانستان کې یې د یو همه شمول حکومت په جوړولو ټېنګار وکړ.

طالبانو شاوخوا شپږ میاشتې مخکې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ چې ټول غړي یې د دغه غورځنګ افراد ‌دي او یوه ښځه هم په کې نشته. تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG