د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: حکومت دې د هېواد د وضعیت خرابېدو مخه ونیسي


مخکنی ولسمشر حامد کرزی د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د هېواد سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت مخ په خرابېدو دی او ولسمشر غني یې باید مخه ونیسي.

نوموړي نن دوشنبه د نومبر پر ۲۵مه د «لېندۍ۴مه» د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د افغانستان د سیاسي، امنیتي وضعیت او ټاکنو د کړکېچ په اړه وویل، چې د هېواد د نا څرګند برخلیک له امله خلک له هېواد څخه وزي.

هغه وویل:"جنګ خو زما د حکومت پر مهال هم وو، ولې خلک افغانستان ته راتلل، خو اوس ولې وزي؟زه پر ډاکټر صاحب اشرف غني او حکومت باندې غږ کوم، چې د هېواد د وضعیت د ارزولو په اړه بیا فکر وکړي، چې په چټکۍ سره د خرابېدو په خوا روان دی... نور باید هېواد تر دې زیات د خرابېدو په لور پرېنږدو."

هغه همدارنګه پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره له خلکو سره همکاري وکړي او هم یې وویل، که حکومت وغواړي، نوموړی حاضر دی چې د هېواد د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ په کابل کې د سیاسي څېړونکي وحید مژده وژنې ته په اشاره وویل، هغه کسان چې سولې ته کار کوي ګواښل شوي دي. خو نوموړي څرګنده نه کړه، چې دغه کسان د چا لخوا ګوښل شوي دي.

نوموړي جمهوري نظام او د بیان ازادي په تېرو اتلسو کلونو د افغانستان د خلکو له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل او تینګار یې وکړ، که دغه لاسته راوړنې زیانمنې شي، نورې لاسته راوړنې به هم له منځه ولاړې شي.

هغه وویل:"د افغانستان خلک باید دا ډاډ تر لاسه کړي، چې د بیان ازادي یې تر پښو نه لاندې کېږي.ځکه داسې کسان سته چې له داغه ازادۍ څخه دفاع کوي.... د افغانستان زاړه او ځوانان له دغه حق څخه دفاع کوي."

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په اړه هم وویل، چې د ولسمشر غني په غوښتنه یې د چین په جوړونکې غونډه کې د ګډون کوونکو له لېست څخه خپل نوم ایستلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دا مهاله د پخواني ولسمشر حامد کرزي د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG