د لاس رسي وړ اتصالات

سریلانکا: که ضرورت شي د پاکستان نه به همکاري وغواړو


د سریلانکا صدراعظم د هندوستان ټایمز سره په یوې ځانگړې مرکې کې ویلي دي چې په دغه هیواد د ترهگرو د خونړیو بریدونو د تحقیقاتو په اړه که د پاکستان کومک ته ضرورت ولري نو د غوښتنه به ترینه وکړي

صدراعظم وکرم سنگ وویل: "که ضرورت شو نو مونږ به د پاکستان نه د ترهگرو په تعقیبولو کې مرسته وغواړو او ختم به یې کړو. زه دا غمجنه پیښه د دواړو ملکونو ترمنځ د پخوا نه د موجود باور د لا پیاوړي کولو او د همکارۍ د زیاتولو موقع بلم."

ښاغلي سنگ وویل چې سریلانکا په بریدونو کې د بهرنیو کړیو د لاس لرلو په اړه تحقیقات کوي خو تر اوسه پورې پدی اړه هیڅ شواهد نه دي تر لاسه شوي چې دغه بریدونو د یو بل ملک لخوا پلان شوې وي.

هغه دا هم وویل چې دغه هیواد پخوا د ترهگرۍ ضد د پاکستان نه مرسته غوښتې وه او پاکستان ورسره په دغه لړ کې مرسته کړیده.

په سریلانکا کې د یکشنبې په ورځ په ځانمرگه حملو کې شاوخوا ٣٥٩ کسان ووژل او څه دپاسه ٥٠٠ کسان ټپیان شول. د داعش ډلې د دغه بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د سریلانکا په نهو ځانمرگي بریدگرو کې چې د اتو هویت مالوم شوی یوه ښځینه بریدگره وه چې د یو بل ځانمرگي بریدگر میرمن وه. دې ښځې هغه مهال ځان او خپلو دوو ماشومانو ته چاودنه ورکړه چې د لومړنیو بریدونو وروسته پولیس یې د پلټنو لپاره کور ته ورغلي و. په دغه چاودنه کې درې پولیس هم ووژل شو.

XS
SM
MD
LG