د لاس رسي وړ اتصالات

راپور: لوږه او بې وزلي به د دوو لسیزو جګړو په پرتله ډېر افغانان مړه کړي 


ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که له افغانستان سره بېړنۍ مرسته ونشي، یو لوی بشري بحران به رامنځ‌ ته شي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که له افغانستان سره بېړنۍ مرسته ونشي، یو لوی بشري بحران به رامنځ‌ ته شي

د بحران نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی دی که له افغانستان سره بېړنۍ نړیوالې مرستې ونشي «لوږه او بې وزلۍ به د تیرو دوو لسیزو د ټولو بمونو او ګولیو په پرتله ډیر افغانان ووژني».

د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د «خونړۍ جګړې» په ختمېدو سره، د افغانانو «کړاونه» ختم شوي نه دي.

په راپور کې په طالبانو هم انتقاد شوی دی چې د «پرمختللي اقتصاد د پرمخ» بیولو لپاره د همکارۍ لپاره چمتو نه دي. خو نړیوال بسپنه ورکوونکي هم ګرم بلل شوي دي‌ چې له بېړنیو مرستو پرته یې «نورې ټولې مرستې بندې» کړې چې د راپور په اساس په افغانستان کې «د ناورين تر ټولو لوی لامل» دی. ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی که له افغانستان سره بېړنۍ مرسته ونشي، دغه هېواد به یو لوی بشري ناورین وزېږوي.

امریکا کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد شتمنۍ ګنګل کړې دي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او بیا یې خپل موقت حکومت اعلان کړ چې لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي او نړیوالو ورسره مستقیمي مرستې هم بندې کړي‌ دي.

خو د کړکیچ نړیوال سازمان له نړیوالو غوښتي‌ دي‌ چې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې په خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي.

راپور وايي: «نړیوال سیاسي لوبغاړي باید دغه برخلیک ټاکونکي پرېکړي ته بیا کتنه وکړي او د مهمو عامه خدماتو په بیا رغولو کې له طالبانو سره د کار کولو لارې چارې ومومي، تر څو د داسې ناورین مخه ونیسي چې پړه به یې ډېره د دوی پر غاړه و.»

دا مهال یو شمېر هېوادونه او نړیوالې ادارې له افغانستان سره بشري‌مرستې کوي. په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې به د ممکنه بشري ناروین له کبله ډېر انسانان تلف شي.

راپور وایي چې «..دا محدودي بیړنۍ مرستې د بشري او اقتصادي بحرانونو د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي. د انسانانو د مرګ کچه زیاته ده، په سلګونه زره یا تر هغه ډېر مرګونه او محرومیتونه د ژمي په رارسېدو سره له ورایه ښکاري.»

په راپور کې همدغه راز د جمهوریت له سقوط ورسته په افغانستان کې په اقتصادي کړکیچ کې هم نړیواله ټولنه ګرمه بلل شوې ده، «ځکه لومړی یې له ۲۰۰۱کال را وروسته داسي دولت جوړ کړ چې په پراخه کچه په مرستو باندي متکي و» او د نظام له سقوط وروسته یې «دا مرستي کمي کړې».

خو په راپور کې په طالبانو هم انتقاد شوی دی چې په افغانستان کې یې له تسلط وروسته د ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلي‌ دي.

راپور وايي: « ددې ناورین مسؤلیت تر ډېره طالبانو ته هم ورګرځي، ځکه دوی و نشو کولای چې هغه اړین ګامونه واخلي چې د بسپنه ورکونکو لپاره مهم دي. له دې جملې څخه د ټولشموله حکومت جوړول، او نجونو ته د تعلیم د حق په شمول نورو بشري حقونو ته احترام شامل دي. که چېرته دوی دې برخي ته پام کړی وای کېدای شي چې بسپنه ورکوونکو هم له دوی سره ګډ کار ته زړه ښه کړی وای.»

XS
SM
MD
LG