د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د هند او پاکستان ترمنځ د جنگ خطر ختم شوی؟


د پلوامه برید د پاکستان او هند اړیکې سختې خرابې کړیدي
د پلوامه برید د پاکستان او هند اړیکې سختې خرابې کړیدي

د پاکستان او هند ترمنځ د دوو اونیو د تشنج وروسته داسې ښیي اړیکې د سمون په لورې روانې وي

د چارو کارپوهان وایي چې د هغې نه وروسته چې د هند او پاکستان سفیران د یو بل هیوادونو ته بیرته ورغلي دي او د کرتاپور په موافقې د خبرو لپاره د پاکستان نه یو هیت هند ته ورځي، ښیي د دواړو ملکونو ترمنځ د جنگ خطره کمه شویده.

په دیلي کې پاکستانی سفیر سهیل محمود د اسلام اباد نه بیرته هند ته تللی دی او په اسلام اباد کې د هند سفیر اجی بساریه هند ته ورغللی دی. د پلوامه برید او په بالا کوټ د برید نه وروسته دواړو ملکونو خپل سفیران بیرته رابللې و.

د چارو کارپوهان وایي چې د دواړو ملکونو د سفیرانو په یوه ورځ د خپلې دندې د بیرته پیلولو لپاره د یو بل هیوداونو ته تگ د اړیکو د ښه کیدو اشاره ده.

په پاکستان کې د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مشر او پخوانی سفیر علي سرور نقوي وایي چې د پاکستان او هند ترمنځ تشنج تر څه حده کم شویدی او دا د پاکستان د ښه سفارتکارۍ نتیجه ده.

خو هند اوس هم په پاکستان نیوکې کوي او هغه غوښتنه یې تکرار کړیده چې پاکستان دې په خپله خاوره د جیش محمد اډې ختمې کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ د تشنج په کمولو کې سعودي عربستان، امریکا او ځینو نورو ملکونو مهم رول لوبولی دی.

د پاکستان او هند ترمنځ د کرتاپور د دهلیز په پروژې د خبرو لپاره به د پاکستان پلاوی د مارچ په ١۴ هند ته ورځي.

د هند او پاکستان اړیکې تر دومره حده خرابې شوې وی چې پاکستان خپل ټول لوی هوایي ډگرونه بند کړي و او په هند کې هم لوی ښارونه تیارسی و.

XS
SM
MD
LG