د لاس رسي وړ اتصالات

د پېسو نړیوال صندوق پاکستان ته درې میلیارد ډالر منظور کړل


د پېسو نړیوال صندوق د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۱۲ (سرطان۲۱) اعلان وکړ چې پاکستان ته یې د دریو میلیارد ډالرو پور تائید کړ.

د پېسو نړیوال صندوق په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې اجرایوي بورډ یې د پاکستاني «مقاماتو د اقتصادي ثبات د پروګرام د حمایت لپاره» له نهو میاشتې ځنډ وروسته دغه تړون ته شین څراخ ښودلی دی.

تر دغه اعلان مخکې تېره میاشت د پاکستان او پېسو نړیوال صندوق د مامورانو په کچه یوه موافقه شوې وه. دغه نوې موافقه په سمدستې ډول پاکستان ته د ۱.۲ میلیارد ډالرو د ورکولو اجازه ورکوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یو ټویټ کې لیکلي دي چې دا یې د اقتصادي ثبات او اقتصادي ثبات د ترلاسه کولو لپاره د حکومت په هڅو کې د «وړاندې تګ لپاره یو ستر ګام» دی.

هغه لیکلي دي چې دا کار «د پاکستان اقتصادي دریځ قوي کوي چې په عاجلو او متوسطه اقتصادي ستونزو برلاسی شي» او مقاماتو ته فرصت ورکوي، چې د وړاندې تګ لپاره لاره جوړه کړي.

پاکستان د پېسو له نړیوال صندوق سره په شاوخوا ۲۰ تړونونو خبرې اترې کړې چې اکثریت یې تکمیل شوي نه دي.

د پېسو د نړیوال صندوق له دغه اعلان مخکې سعودي‌ عربستان او متحدو عربو اماراتو پاکستان ته درې میلیارد ډالر انتقال کړل، چې ورسره د پاکستان د بهرنیو زېرمو اندازه ۷.۵ میلیارد ډالرو ته پورته شوه- د تېرې اوونۍ د بانکي حساب د اندازې دوه برابره.

فرانس پرس اژانس وايي پاکستان، چې له واک څخه د عمران له لېرې کېدو وروسته له سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی، د پورونو د ورکولو له کړکیچ څخه کړېږي او هڅه کوي فلج کوونکي‌ بهرني پورونه ورکړي.

په پاکستان کې انفلاسیون لوړ شوی، د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د ډالرو په مقابل کې د روپیو ارزښت تر بل هر وخت اوس ډېر کم شوی او دا هېواد د وارداتو په برخه کې ستونزې ګالي چې دا کاریې صنعتي تولیدات هم پام وړ کم کړي دي.

XS
SM
MD
LG