د لاس رسي وړ اتصالات

'د يو کمربند او يوې لارې' لسمه کلیزه او پاکستان کې یې په وړاندې خنډونه


روانه اونۍ، چين او پاکستان 'د يو کمربند او يوې لارې د نړيوال نوښت' پر مټ د اقتصادي همکاریو لسمه کلیزه نمانځي،‌ خو د چارواکو او منتقدینو په وینا، د سویلي اسیا په دغه هېواد ‌(پاکستان) کې چینایي اتباعو ته د مخ په زیاتیدونکي ترهګریزو ګواښونو او د پورونو د بیرته ورکولو په اړه اختلافات، ددغه ګډ بسنټیز پراختیایي پروګرام د پرمختګ پر وړاندې ستونزې را ولاړې کړې دي.‌

د شاوخوا ۶۰ میلیارډه ډالرو په ارزښت د پاکستان او چین ګډ اقتصادي دهلیز یا سي پک پروګرام چې په ۲۰۱۳م کال کې معرفي شو، له دې امله ډیر ژر 'د يو کمربند او يوې لارې د نړيوال نوښت' د پراختیایې پروژې برخه وګرځیده، چې پاکستان به د اقتصادي اتصال په سیمه ایز مرکز بدل کړي.

همدا راز دې سترې پانګونې له اسلام اباد سره مرسته کړې چې نه یواځې خپل ملي ټرانسپورټ او د بریښنا سکټور پیاوړی کړي، بلکې د سوداګرۍ د لارې په رامنځته کولو سره د چين لویديځه برخه په ستراتیژیک ډول په عرب سمندرګۍ کې د پاکستان له ګوادر بندر سره ونښلوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې دې پروژې نږدې دوه سوه زره ځايي کسانو ته دندې رامنځته کړې، له ۱۴۰۰کیلومترو څخه ډیر لوی لارې او سړکونه پکې جوړ شوي او همدا راز ۸۰۰۰ میګاواټه بریښنا یې ملي شبکې ته اضافه کړې ده کوم چې د ۲۳۰ملیون پاکستاني وګړو لپاره د بريښنا د کلونو کلونو پرچاوي پای ته رسوي. د چارواکو په ویناو‌، د بریښنا اوږدمهاله ورځنۍ کمښت اقتصادي فعالیت او صنعتي تولید زیانمن کړی دی.

د چیني او پاکستان چارواکي وايي، سي پک اوسمهال له ۲۵ میليارډو ډالرو څخه زياته چينايي پانګونه راجلب کړې او تمه کیږي چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې د څو صنعتي زونونو په ګډون، د سي پک د ټولو پروژو په بشپړیدو سره دغه پانګونه، ۶۲ ميليارډ‌ه ډالرو ته لوړ شي.

په اسلام اباد کې د چین د سفارت شارژدافیر پینګ چینکسو د چهارشنبې په ورځ، د سي پک تړون د لسمې کلیزې په مناسبت يوې غونډې ته چې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف او د هغه د کابينې لوړ پوړو غړو هم پکې ګډون درلود، وویل: "خوشحاله او ویاړم چې ووایم چې سي پک 'د يو کمربند او يوې لارې د نړيوال نوښت' په نړیواله کچه یو تر ټولو بریالۍ پروژه ده."

هغه زیاته کړه:‌ "موږ بشپړ باور لرو چې د سي پک د لس کلن بريالي کار وروسته، چين او پاکستان به په ګډه د دواړو هېوادونو د ګډې‌ ټولنې او راتلونکې د جوړلو په موخه، په لا لوړ کیفیت دغه پروژې ته وده ورکړي.

د پاکستان صدراعظم شهبار شریف چې په دې غونډه کې یې حضور درلود وویل: "سي پک د پاکستان د ټولنیز-اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دی." هغه زیاته کړه چې د هغه حکومت ژمن دی چې د پروژې له امکاناتو څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.

بلخوا،‌ په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د چین پر پراختیايي پروژو د اورپکو لخوا بریدونه، چینايي مشران اندیښمن کړي دي. دوی له اسلام اباد څخه غوښتي دي د چینايي اتباعو د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي.‌

په ورته وخت کې 'د يو کمربند او يوې لارې' د نړيوال نوښت پروژې منتقدینو وایي چې د پاکستان او چین د اقتصادي همکاریو د لسمې کلیزې نمانځغونډه کې د بیجینګ مهم شخصیتونو نشتون، پخپله د ناامنۍ تر څنګ نور اقتصادي ستونزې په ګوته کوي.‌

د چین د بهرنیو چارو وزارت، ددغه هېواد د صدراعظم په حواله چې تیره میاشت یې په پاریس کې د یوې غونډې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم سره لیدلي‌ وو، لیکي،‌ چین هیله من دی چې پاکستان به په ټینګ او اغیزمن توګه ددغه هېواد د بېلابېلو ترهګریزو ډلو پر ضد عملیات وکړي او همدا راز د چینايي بنسټونو او پرسونلو امنیت ډاډمن کړي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمیټې مشر سناتور مشاهد حسین، د امریکا غږ ته وویل: "دوی [چینايان] په دې اند دي، چې د نا امنۍ مسله د سي پک پروژې د پرمخ وړلو په لاره کې په یو خنډ‌ بدلیږي."

ښاغلی حسین چې د نواز شریف د واکمن ګوند غړی دی، زیاته کړه: "په پاکستان کې د چینايي مشرانو لخوا د چینایي اتباعو او پانګوالو د خوندیتوب په اړه تکراري څرګندونې دا په ګوته کوي چې په پاکستان کې د چینایي کارکوونکو لپاره د بشپړ امنیت د ټینګښت ژمنې لا تر اوسه پرځای شوي‌ نه دي."

نوموړی خبرداری ورکړ، که په اغیزمنه توګه دغه امنیتي ګواښونه له منځه لاړ نه شي، نو د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکي ګواښ به "د پاکستان او چین پر دوامداره اقتصادي همکاریو او په پاکستان کې د چینايي پانګونې لپاره جدي پایلې ولري."

د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشتې کې، د پاکستان په شمال لویدیځ کې د یوه ځانمرګي موټر بم برید په پایله کې، نهه تنه چینایي اتباع او د هغوی درې پاکستاني همکاران ووژل شول. قربانیانو د چین په مالي مرسته د "داسو" د اوبو د بریښنا په پروژه کې کار کاوه. د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستاني امنیتي مامورینو هغه وخت شک درلود چې ښايې ددغه برید تر شا د چین ضد ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې لاس وي. خو یادو امنیتي چارواکو تر دې دمه د یاد برید په اړه د خپلو پلټنو جزیات نه دي شریک کړي.

همدا راز د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشتې کې، یوې ښځینه ځانمرګی بریدګرې په کراچۍ ښار کې د چینایي اتباعو د سپرلي یو موټر ته نږدې ځانمرګۍ برید وکړ، چې د موټر د چلوونکی په ګډون درې تنه درې چینایي ښوونکي ووژل شول. دغو ښوونکو د پاکستان په کراچۍ ښار کې کنفیوس انسټیټیوټ کې تدریس کاوه.

د بلوڅو ازادۍ پوځ، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې فعالیت کوي، د دغه برید د مسوولیت پر غاړه اخیستې ده.

جګپوړو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د بریدونو زیاتوالي، چین دې ته اړ کړی چې په پاکستان کې له خپلو اتباعو او ډپلوماټانو څخه وغواړي چې خپل حرکت په کلکه محدود کړي او د شمال لویديځ ښار، پیښور او د بلوچستان پلازمینې کویټې ته سفر ونه کړي.

همدا را ز یو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د امریکا غږ ته وویل، سربېره پر دې، چینايي چارواکو د روان کال په پیل کې د "بیلابیلو سرچینو" څخه داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې په اسلام اباد کې ددغه هېواد سفارت د یو ممکنه ترهګریز برید له خطر سره مخ دی. دغه ګواښ د چین د سفارت کارکوونکي دې ته اړ کړي چې د پاکستان په پلازمینه کې د 'سور زون' څخه پرته چې ګڼ شمېر حکومتي ودانۍ شته دي، نورو سیمو ته له تک راتګ ډډه وکړي.

په وروستیو کلونو د پاکستان اقتصادي ستونزې خورا زیات شوي دي، ځینې منتقدین د سي پک پروژه ددې ستونزو اصلي لامل ګڼي. د ښاغلي شهباز شریف حکومت د جمعې په ورځ د پیسو د نړیوال صندوق‌(ای ام اف) څخه د نږدې درې میلیارډه ډالر پور د تړون په ترلاسه کولو سره د دغه هېواد د اقتصاد د ړنګیدو خطر مخه ونیوله.‌

د واشنګټن په ولسن مرکز کې د سویلي اسیا د انسټیټیوټ رئیس مایکل کوګلمن د امریکا غږ ته په یو لیکلي تبصرې کې ته ویلي: "سره له دې چې د سي پک په اړه ډیر تبلیغات وشول، خو دغه پروژه په خپلې موخې کې پاتې راغلی ده."

هغه زیاته کړې: "په وروستیو کلونو کې، د پاکستان د اقتصادي فشارونو او د چین د امنیتي اندېښنو د سي پک وده پڅه کړې ده."

اوسمهال،‌ پاکستان د چین د برېښنا د تولیدي فابریکو څخه ۱.۲۶ میلیارده ډالره (۳۵۰ میلیارډه کلدارې ) پوروړی دی او دا رقم په پرله پسې توګه مخ په لوړیدو دی. بلخوا چین د ددې پور په بڼې کې د سمون یا د سي پک پروژې له لارې یې د ورکړې څخه څخه ډډه کړې ده‌.‌

د چین د دولتي او سوداګریز بانکونو ټول پورونه د اسلام آباد د بهرنیو پورونو نږدې ۳۰ سلنه غوره کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، روانه اوونۍ کې له یوې جاپاني رسنۍ سره په مرکه کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې پاکستان د چین له خوا د پور په جال کې نغښتې دی.

زرداري نیکي جاپاني رسنۍ ته وویل:"دا ادعا ناسمه ده چې پاکستان د چین د پور په جال کې نغښتې دی." هغه وويل: " "پاکستان ته د چين زياتره مرستې د پانګونې يا اوږدمهال پورونو په بڼه دي."

XS
SM
MD
LG