د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ آی ایم ایف افغانستان سره نږدې ۲۲۰ میلیون ډالرو مرسته کوي


شاوخوا د یوې میاشتې راهیسې د کابل په ښار کې د ورځې له خوا د تګ راتګ باندې بندیز لګول شوی دی.
شاوخوا د یوې میاشتې راهیسې د کابل په ښار کې د ورځې له خوا د تګ راتګ باندې بندیز لګول شوی دی.

د پیسو نړیوال صندوق "آی ایم ایف " اجرائیوي بورډ د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۹ ( غوايي ۱۰) په یوه غونډه کې په افغانستان کې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره نږدې ۲۲۰ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

د پیسو نړیوال صندوق "آی ایم ایف" په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا مرسته د افغان حکومت د غوښتنې وروسته دغې ادارې تصویب کړې،چې په افغانستان کې به د کرونا ویروس وبا سره د مبارزې په برخه کې په مصرف ورسول شي.

د پیسو نړیوال صندوق "آی ایم ایف" ویلي، چې د کرونا د ویروس وبا د افغانستان اقتصاد ته ستر زیان رسولی، چې په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د خلکو د ژوند د تیرولو د امکاناتو په برابرولو هم اغیره ولري.

د پیسو نړیوال صندوق "آی ایم ایف" وايي، چې افغان حکومت هڅه کوي، چې په عاجل ډول د یو لړ اقداماتو په ترڅ کې د کرونا وبا مهار او پر ټولنه یې منفي اغیزې راکمې کړي.

د دغو پیښو ۵۰ فیصده به د چټک کریډت اسانتیا "ار سي ایف" پروګرام له لارې افغان حکومت ته وسپارل شي.

دا اعلامیه وايي: "د دغو پیسو تادیه به افغان حکومت سره د روان مالي کال د عاجلو اړتیاو برابرولو په برخه کې، چې د کرونا د ویروس د وبا څخه زیږیدلي دي مرسته وکړي".

د پیسو نړیوال صندوق "آی ایم ایف" وايي د کرونا ویروس وبا د افغان حکومت د تادیاتو په بهیر هم په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې اغیزه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د " آی ایم ایف" د مرستو هرکلی کړی، خو ویلي دي، چې تراوسه د دغې مرستې په اړه جزئیات ورسره نه دي شریک شوي.

په افغانستان کې د پنجشنبې اپریل ۳۰ ( غوايي۱۱) ورځې پورې د کرونا د ویروس ۲۱۷۱ مثبتې پیښې ثبت شوي، چې ډیرې یې په کابل، هرات، کندهاراو بلخ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا د ویروس د خپریدو وروسته افغان حکومت په کابل، هرات او نورو ښارونو کې د ورځې له خوا د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګولی، چې له امله یې په سلګونو زره خلک، چې تر ډیره د ورځې په کار بوخت وو، بې کاره شوي دي، چې د بې کارې له امله په ښارونو کې لوږه زیاته شوې ده.

افغان حکومت د لوږې سره د مبارزې لپاره په ښارونو کې پر ډیرو بې وزلو کورنیو د وچو ډوډیو د ویشلو پروګرام ترتیب کړی دي.

په کابل کې دا پروګرام دوه ورځې وړاندې پیل شوی او ټاکل شوې، چې دا پروګرام به نورو ښارونو ته هم وغځول شي.

د " آی ایم ایف" سربیره نړیوال بانک، اسیا پرمختايي بانک، د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې هم افغان حکومت سره د کرونا د ویروس سره د مبارزې لپاره مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG