د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان- د پاکستان غلا شوي پیسې به بیرته راوړم


د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپلې دورې د لمړنیو سلو ورځو پوره کیدو په مناسبت ملت ته وینا وکړه.

عمران خان پخپلې وینا کې د خپل حکومت د لمړنیو سلو ورځو د تگلارې او د کامیابیو په اړه وویل چې هغه د پاکستان نه د غلا شوو پیسو د بیرته راوړلو لپاره د ٢٦ ملکونو سره موافقې کړیدي.

خان وویل چې په دغو ٢٦ ملکونو کې د پاکستانیانو په ملیاردو ډالرې پرتې دي. خان دغه پیسې د ملک نه غلا شوې پیسې بولي. خان وایي چې "دغه په ملیاردو پیسې د پاکستان نه مفسدینو په غلا او درغلۍ د وطن نه د باندې وړي دي."

صدراعظم خان وویل چې هغه به په پاکستان کې اداري فساد ختموي او پدغه ملک کې به د مفسدینو ځای ورک کړي.

د پاکستان د نوي صدراعظم لپاره د سلو ورځو نیټه ځکه زیاته مهمه وه چې هغه پخپله د انتخاباتو نه مخکې دا لوظ کړی و چې په سلو ورځو کې به د پاکستان نه لټ شوي پیسې بیرته راوړي.

پدې برسیره عمران خان دا لوظ هم کړی و چې هغه به د پنجاب صوبه په دوه برخو کې تقسیموي چې د جنوبي پنجاب د ولس مسلی حل شي خو خان په خپله وینا کې پدی اه څه ونه ویل.

په عمران خان انتقاد کونکي بیا وایي چې هغه پخپله ځان ته دغه سل ورځې وخت ټاکلې و او خپل لوظونه یې پوره نکړل شول.

د پاکستان دی نیوز او ډان ورځپاڼې د عمران خان د لمړنیو سلو ورځو په اړه نظرپوښتنې وکړې چې د اویاو فیصدو نه زیاتو خلکو د عمران خان د تگلارې ستاینه وکړه.

XS
SM
MD
LG