د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان حکومت سره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو حکومت وايي د خبرو وخت تیر شوی


پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان
پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان

د پاکستان پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په دغه هیواد کې د ثبات د ټینګیدو او د روانو ستونزو د پای ته رسیدلو لپاره حکومت ته د خبرو وړاندیز کړی او ویلي یې دي، چې کله هم دې د خبرو وړاندیز کوي نو پر خلاف یې نورې ستونزې رامخې ته کیږي.

خو د عمران خان د خبرو دغه وړاندیز ته په ځواب کې د پاکستان مرکزي حکومت وزیر سعدرفیق ویلي، چې عمران خان د خبرو له لارې د ستونزو د هوارلو لپاره ښه فرصت له لاسه ورکړی دی.

پخواني صدراعظم عمران خان د جمعې په شپه مۍ ۲۶ (جوزا پنځم) په یوه ویډیوي وینا کې ویلي، چې کله هم یې چې د خبرو له لارې د موجودو ستونزو د هوارولو وړاندیز کړی پر وړاندې یې بله قضیه هم ثبت شوې او پولیس ورپسې کورته ورغلي دي.

عمران خان ویلي: "څرګنده نه ده، چې دا د کوم فکر خلک دي، څوک، چې دا ګڼي، چې مونږ له ویرې پر خبرو باندې ټینګار کوو او زمونږ پر وړاندې د لږو ستونزو د راولاړولو وروسته به مونږ کښینو".

عمران خان په دغه ویډیوي وینا کې وویل، چې اوس هم د خبرو وخت شته دی، چې څوک ورسره خبرې وکړي او د خبرو له لارې ستونزې هوارې شي.

د تحریک انصاف د ګوند مشر وویل، چې د زور په کارولو او روانو اقداماتو به هیڅ څه هم ونشي او دې به د خپلې وروستۍ ساه د اخیستلو پورې په هیواد کې د حقیقي ازادۍ لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ښاغلي خان وویل: "ماسره دا وخت د پاکستان فکر دی او څوک، چې په شریکه دا هرڅه کوي هغوی سره د هیواد هیڅ فکر نشته دی".

عمران په خپله دغه ویډیوي وینا کې ادعا وکړه، چې د لسو زرو څخه زیات پلویان یې په وروستیو اونیو کې نیول شوي او د ګوند لوړ پوړې مشران یې ګوند پریښودلو ته اړ ایستل شوي دي.

عمران خان د خپل ګوند پلویانو ته ډاډ ورکړ، چې په داسې اقداماتو به یې ګوند له منځه لاړ نشي.

هغه وویل: "ګوند هغه مهال له منځه ځي، چې نظریه ختمه شي او د پي ټي آی نظریه د ولس نظریه ده".

بل خوا ته د پاکستان د مرکزي حکومت د کابینې وزیر خواجه سعد رفیق ویلي، چې عمران خان د خبرو له لارې د ستونزو د هوارولو فرصت له لاسه ورکړی دی.

د امریکا غږ د ډیوې د راپور له مخې خواجه سعد رفیق د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې ویلي، چې حکومت، چې کله د تحریک انصاف د ګوند د خبرو له پلاوي سره خبرې کولې او ورته یې په ګډه د ټاکنو د نیټې د ټاکنې لپاره وړاندیز کوه، چې د حکوومت ددغه چارواکي په وینا عمران خان هغه مهال د حکومت د خبرو پلاوي ته ویلي و، چې په اکتوبر یا نومبر کې د ټاکنو لپاره د نیټې ټاکل په کار دي. ښاغلي رفیق وویل عمران د مۍ په ۱۴ د ټاکنو د ترسره کیدو ټینګار کوه او په دې توګه هغه د خبرو لپاره رامنځ ته شوی فرصت له لاسه ورکړ.

د مۍ په نهمه د پاکستان د احتساب د ملي ادارې 'نیب' له خوا د مالي غبن په قضیه کې د عمران خان د نیولو وروسته د تحریک انصاف د ګوند پلویان او لوړپوړې مشران د ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ګوند پلویانو د تاوتریخوالي ډک احتجاجونه وکړل. لاریون کوونکو په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د مرکزي دفتر په تاسیساتو او هم په لاهور کې د قول اردو د قومندان په کور بریدونه وکړل او ورته یې اور اچولی و.

ددې سربیره لاریون کوونکو نورو دولتي تاسیساتو او ګڼ شمیر دولتي موټرو ته اورونه اچولي و. د تاوتریخوالي په ډکو لاریونونو کې لږه ترلږه د نهو کسانو وژل او د لسګونو نورو ټپي کیدل تائید شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله اوړمه ورځ ویلي، چې د تحریک انصاف د ګوند د لوړپوړو مشرانو او غړو په خلاف يې په ټول هیواد کې پولیسو سره ۴۹۹ قضیې ثبت کړي دي، چې ۸۸ یې د ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون د مادو لاندې ثبت شوي دي.

همداشان هغه وویل، چې د ۳۳ کسانو قضیې یې پوځي چارواکو ته سپارلي دي.

د امریکا غږ د ډیوې د څانګې د راپور له مخې پاکستان کې مۍ د نهمې ورځې د پیښو وروسته د تحریک انصاف ګوند له پنځوسو څخه زیاتو مرکزي، ایالتي مشرانو او د پارلمان غړو ددغه ګوند د پریښودلو اعلانونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG