د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان کور، ناراضه جنرالان او قطبي شوی پاکستان


د عمران خان د کور شاوخوا سیمه
د عمران خان د کور شاوخوا سیمه

د پاکستان د لاهور په ښار کې د «زمان خان» شین پارک اوس هغه عادي بڼه نلري. د پارک په منځ کې د مخکني صدراعظم عمران خان کور په یوې سیاسي کلا بدل شوی، چې هغه په کې له حکومت او د ځواکمن پوځ له لوړ پوړیو چارواکو سره په جګړې اخته دی.

کله چې په ۱۹۹۲کال کې پاکستان د عمران خان په مشرۍ د کرکټ نړیواله اتلولي وګټله، زرګونو مینه وال یې د دغه کور چارچاپېر راټول شوي وو. او کله چې عمران خان له بریتانوۍ جمیما ګولډسمیت سره واده وکړ، دې کور ته د ډېرو خلکو پام واوښت. دوی دواړو، مخکې تر دې چې له یو بل څخه جلا شي، څو کاله په دغه کور کې ګډ ژوند وکړ.

دې کور ته بیا هغه وخت د میلمنو تګ راتګ پیل شو، چې عمران خان د سرطان ناروغۍ ضد روغتون جوړولو کمپاین پیل کړ، او کله چې بیا هغه خپل سیاسي ګوند جوړ کړ، دغه کور ته د خلکو تګ راتګ بیا زیات شو. عمران خان په همدغه کور کې د کرکټ له یو ستوري څخه په سیاستوال بدل شو.

اوس د دغه کور په شاوخوا کې امنیتي ځواکونه او پولیس ځای په ځای دي او د رسنیو خبریالان او کیمره مینان شپه او ورځ هلته وي چې که امنیتي ځواکونه عمران خان نیسي، چې دوی دا ډراماتیکه شېبه فلم کړي او خبر یې خپور کړي.

د مۍ په نهمه نېټه د نیمه ځواک ملېشو غړو عمران خان د فساد په تور د اسلام اباد په عالي محکمې کې په ډراماتیک ډول ونیوه خو بېرته بیا خوشې شو. د ده له نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې وکړې او تورن دي چې د پوځ په تاسیساتو یې بریدونه کړي او په لاهور کې د پوځ د یو لوړ پوړي قومندان کور ته داخل شوي او هغه یې سوځولی دی.

د پوځ مشر جنرال منیر په پوځي تاسیساتو باندې وروستي بریدونه د «نه زغملو وړ» وبلل.

پارېدلي پوځ او ایتلافي حکومت اعلان کړی چې په بریدونو کې تورن کسان به په پوځي محکمو کې محاکمه شي. په پوځي محکمې کې د ولسي خلکو محاکمه کول د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او دا اعلان په لویه کچه غندل شوی هم دی.

د پاکستان یو خبریال او شننونکی مظهر عباس وايي: «د پوځ جنرالان په غوصه دي او عمران خان د خپل سیاسي ژوند په تر ټولو سختې جګړې کې اخته دی.»

عمران خان چې تېرکال له واک څخه لېرې کړل شو، په عامو خلکو کې یې محبوبیت نور هم زیات شو. له پوځ سره د هغه روابط نور هم خراب شوي دي. هغه د پاکستان د پوځ د مخکني مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره هغه وخت ښکېل شو، چې جنرال د آی اس آی د مشر جنرال فیض د لېرې کولو او په ځای یې د بل کس د ګمارلو هڅه وکړه.عمران خان د دغه بدلون مخالفت کاوه او ټېنګار یې دا و چې د آی اس ای د مشر بدلول د هغه کار دی.

د پاکستان په تاریخ کې هېڅ منتخب صدراعظم خپله پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړې، عمران خان هم دا دوره پوره نکړه. واک ته د خان له رسېدو وروسته، په لویه کچه تصور دا و چې پوځ هغه په واک کړ او په سیاسي کړیو کې «یو سند» لاس په لاس کېده چې په کې د عمران خان په مشرۍ د رژیم او د پوځ ترمنځ د بېساري ایتلاف او تفاهم خبره شوې وه.

خو کله چې عمران خان له واک څخه لېرې کړل شو، د پوځ د هغه وخت په مشر جنرال باجوه باندې یې انتقادونه پیل کړل او هغه یې تورن کړ چې له واک څخه یې د لېرې کېدو دسیسه جوړه کړې وه، خو د پاکستان پوځ دا تورونه رد کړي دي.

نوموړي تېرکال د نومبر په میاشت کې د آی اس آی یو افسر تورن کړ چې د هغه د وژلو هڅه یې کړې ده. نوموړي د استخباراتو په افسرانو انتقادونه وکړل او هغوی د ناسمو نظر پوښتنو په ترسره کولو تورنوي.

په وروستیو څرګندونو کې عمران خان په خپل نیولو کې د پوځ اوسنی مشر جنرال عاصم منیر تورن کړ، پوځ دا تور رد کړی دی.

عمران خان له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته خبریالانو ته وویل: «دا پوځ و چې زه یې یرغمل کړم. د پوځ د مشر له اجازه پرته هېڅ هم نشي کېدای. هغه [زما] د نیولو امر کړی و.» په پوځ باندې د هغه او د هغه د پلویانو د دا ډول تورونو څخه وروسته عمران خان له پوځ سره مخامخ شوی دی.

په واشنګټن ډي سي کې د «اتلانتیک کونسل» شننونکی او لیکوال شجاع نواز وايي: «شاید خان د لنډ مهال لپاره د هغه [جنرال منیر] د قدرت په اړه غلطه محاسبه کړې وي او په پوځ کې د خپلو خواخوږیو عناصرو څخه په ګټې اخیستلو کې پاتې راغلی وي. د پوځ مشر اجازه نه ورکوي چې داخلي مسائیل د باندې راووځي، د بېلګې په توګه هېڅوک نپوهېږي چې د لاهور د قول اردو له قومندان سره څه پېښ شول (د عمران خان قرجنو پلویانو یې کور وسوځوه).»

دا مهال عمران خان د فساد، ترهګرۍ او اسلام ته د سپکاوي د تور په ګډون له شاوخوا ۱۰۰ قضیو سره مخامخ دی. عمران خان وايي چې دا ټولې «سیاسي انګیزې» لري. هغه ادعا کوي چې څه باندې ۱۰۰۰ پلویان یې بندیان دي او د ګوند لوړ پوړي مشران یې نیول شوي دي.

د هغه نژدیو همکاران د هغه له ګوند څخه ووتل، عمران خان دا «تر جبر لاندې» پرېکړه او «اجباري طلاق» بولي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي چې حکومت د ارزونې په حال کې دی چې د مۍ د نهمې د تشدد له کبله د عمران خان په «تحریک انصاف ګوند» بندیز ولګوي.

شننونکی عباس وایي: « د عمران خان د ګوند د ځپلو په ترڅ کې د یو سیاسي ګوند، انحراف، پرېښودل او بندیز پرې لګول د پاکستان په سیاسي تیاتر کې د زوړ متن په اساس د یو نوي فلم په څېر دي. موږ د سیاسي ګوندونو په ضد د پوځ د واکمنۍ او منتخبو حکومتونو په مهال د ورته تکتیکونو شاهدان یو. دا په لنډ وخت کې خپل اغیز لره خو په اوږد مهال کې یې بیا نتیجه برعکس وه.»

عمران خان هڅه کوي چې د خپل ګوند لیکې غښتلې کړي او داسې ښکاري چې په پوځ کې یې ملاتړ کمزوری شوی دی.

په واشنګټن کې د سولې انستیتیوت شننونکی اسفندیار میر وايي: «د خان د پلویانو له لوري د پوځ په تاسیساتو باندې د بریدنونو له کبله په پوځ کې دننه د شرم او سيکاوي ژور احساس موجو دی.» خان په تاوتریخجنو بریدونو کې د خپلو پلویانو د دخالت تورونه «تنظیم شوی پروپاګند» او د ګوند د ختمولو لپاره یې دسیسه بولي.

نوموړي یو ځل ویلي وو: « له پوځ سره هېڅ اختلافات نلرم.» عمران خان خپل سیاسي مخالفان تورن کړي وو چې د هغه او پوځ ترمنځ درځونه پیدا کوي. اسفندیار وايي: «خان اوس په شا شوی دی... په لومړیو کې داسې برېښېدل چې خان د خپل محبوبیت له کبله او له هغه سره د چال چلند په اړه د پوځ په منځ کې د اختلافاتو له کبله برلاسی و.» دی وايي: «اوس پوښتنه دا ده چې ایا پوځ به خپل هغه پخوانی محبوبیت چې د عمران خان د سیاسي بریدونو له کبله له لاسه ورکړی، بېرته ترلاسه کړی؟»

د پاکستان سیاسي تاریخ ته په کتو، اوسنۍ سیاسي قطب بندي بېسارې ده. عمران خان له اوسني ایتلاف سره هم ښکیل دی، هغوی «لاسپوڅي» ګڼي او له مشرتابه سره یې نه کیني. هغه وايي چې قضايي ځواک د پاکستان یوازینی د قدر وړ بنسټ دی.

خو د شهباز شریف په مشرۍ حکومت د پاکستان قاضي القضات تورنوي چې له عمران خان سره نرم چلند کوي او د حکومت وزیرانو ګواښ کړی چې د یو قانوني بحث له لارې به د هغه اختیارات کم کړي. داسې وضعیت، د تیر خلاف چې یا به قاضي القضات، یا د پوځ مشر، یا صدر اعظم او یا به ولسمشر مداخله او جوړ جاړی کاوه، پرېکړه او منځګړتوب ستونزمن کوي.

سیاسي بي ثباتي د پاکستان اقتصادي وضعیت نور هم خرابوي، په داسې حال کې چې دا هېواد د زېرمو له کموالي، د ډالرو په مقابل کې د پاکستانۍ روپیو د ارزښت د لویدو، د سودونو د بیو د زیاتوالي او د توکو د قیمتونو او انفلاسیون د لوړېدو سره مخامخ دی، د نجات هڅه کوي.

د اقتصادي ستونزو سره سره سیاسي بحران د واکمن ایتلاف د ملاتړ اساس کمزوری کړی دی. حکومت ښايي له پوځ سره خپل روابط نور هم قوي کړي چې عمران خان له واک څخه لېرې وساتل شي. او عمران خان دا مسائيل واک ته د خپل بیا ګرځېدو د فرصت په سترګه ګوري. هغه له وخت څخه مخکې ټاکنې غواړي،‌ چې د اکتوبر په میاشت کې کېږي.

عمران خان وايي: «هغوی زموږ د ګوند له محبوبیت څخه ډارېږي...له همدې کبله هغوی نغواړي چې ټاکنې وکړي.» پوښتنه دا ده چې ایا عمران خان به ژر واک ته ورسېږي؟ شننونکی شجاع نواز وايي: «دوې تورې په یوې تېږې [پوښ] کې نشي ځایېدای. دا متل د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره د عمران خان له شخړې وروسته په هغه باندې صدق کوي.»

په داسې حال کې چې روان کړکیچ د پاکستان ۲۲۰ میلیون نفوس ځوروي، عمران خان په لاهور کې په خپل کور کې له قضايي دوسیو سره مخامخ دی، هره ورځ خبرو اترو او مرکو ته ځان چمتوی کوي او د بیا نیول کېدو او خپل ژوند په اړه اندېښنه په ډاګه کوي.

دا راپور په واشنګټن ډي سي کې د امریکا غږ د جنوبي او مرکزي اسیا لوړ پوړي سلاکار اویس توحید په انګلیسي کې لیکلی و چې تاسو یې پښتو ژباړه ولوسته.

XS
SM
MD
LG