د لاس رسي وړ اتصالات

شنونکي: پاکستان کې بحران له افغانستان سره په اړیکو او سوداګرۍ اغېز کوي


شنونکي وايي په پاکستان کې روان بحران له افغانستان سره پر اړیکو او سوداګرۍ اغېزه کوي ځکه چې واک ته د بیا رسېدو راهیسې طالبانو په نړیواله دپلوماسۍ او اقتصادي راکړه ورکړه کې د نورو هیوادونو په پرتله پر پاکستان ډېره تکیه کړې ده.

اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د سفر څو ورځې وروسته، د پخواني صدر اعظم عمران خان د نیولو په غبرګون کې، د پاکستان پر پوځ، چې ددغه هېواد تر ټولو پیاوړې اداره ګڼل کیږي، نیوکې او پر پوځي ودانیو بریدونه پېل شول. نړیوالو معتبرو رسنیو د پاکستان پر پوځ دا نیوکې او بریدونه بې ساري بللي دي.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبریال حقنواز خان وايي، په پاکستان کې سیاسي ناڅرګندتیا نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اړه پر فعالیتونو اغیزه کولی شي بلکې په وینا یې، پاکستان ته د متقي د وروستي سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي ټول سوداګریز تړونونه هم له پامه غورځولی شي.

د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د اړیکو په اړه لیکل شوي راپورونه او د پاکستان د پارلمان بحثونه ښيي چې د پاکستان پوځ د پخوا راهیسې افغان تګلاره او د افغانو طالبانو سره د اړیکو معامله په خپلو منګولو کې نیولې.

په پاکستان کې د روانې سیاسي ګډوډۍ د غځېدو او د پوځ په رول د زیاتېدونکو نیوکو د اغېزو په اړه بیلابیل نظرونه موجود دي. د منځني ختیځ انسټیټیوټ د سویلي اسیا د چارو څېړونکی ماروین واینبام وايي که د نظرونو اختلاف رامنځته کیږي او یا پوځ تقسیږي خو فکر نه کوي چې دا دې د پاکستان پر بهرنۍ تګلارې اغېز وکړي.

که څه هم د پاکستان د اساسي قانون له مخې، پارلمان پر نورو ټولو ادارو برلاسی دی خو د چارو څېړونکي وايي، د پخوا راهیسې منتخب حکومت او پارلمان د افغانستان، چین، امریکا او هند په اړه د تګلارو په جوړولو کې زیات رول نه لري. یو شمېر پښتانه او افغان څېړونکي وايي چې کله پوځ په پاکستان کې زیات واک لري نو په افغاستان کې یې د لاسوهنې امکان زیات وي.

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت پخوانی مرستیال زردشت شمس وايي، دموکراتیک پاکستان د افغانستان په ګټه دی. هغه زیاتوي: "که دموکراتیک حکومت پیاوړی وي، د افغانستان پالیسي به د دوی په لاس کې وي، نه د پوځ په لاس کې."

د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې حنا رباني کهر هغه وینا په ټولنیزو شبکو کې ډېره لاس په لاس شوه چې وايي "که په افغانستان کې که هر ډول حکومت وي، پروا نه کوي خو هلته د ۴۰ میلیونو خلکو سره مرستې ته اړتیا ده." د نوموړې دغې وینا ته له طالبانو سره د ښکاره ملګرتیا په توګه کتل کېږي. آیا په پاکستان کې د بحران زیاتېدل به د طالبانو دپاره د دپلوماسۍ په میدان کې د یو ملګري د بایللو په مانا وي؟

په کاناډا کې د پښتنو د ټولنې غړی سراج خان وايي: "په کور دننه د سیاسي ګډوډیو سره، پاکستان نشي کولای د طالبانو د رسمیت پیژندلو او مالي مرستو لپاره په نړیواله کچه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي."

ورستۍ شمېرې ښيي چې د افغانستان صادارت تر ټولو زیات پاکستان ته ځي. په ډپلوماتیکي کچه هم، پاکستان د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره تر اوسه ولاړ ښکاري. یو شمېر شنونکي فکر کوي چې په پاکستان کې د سیاسي ګډوډيو د زیاتېدو او د پوروړي اسلام اباد د دیوالي کېدو خطر د ګاونډي افغانستان پر وضعیت هم اغېز لري.

XS
SM
MD
LG