د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د تشدد د مخنیوي لپاره مې اسلام آباد کې پرلت پای ته پای ته ورساوه


د پاکستان بې واکه شوی صدراعظم عمران خان وایي په پایتخت اسلام آباد کې یې پلان شوی پرلت د تشدد د پیښو د مخنیوي په خاطر لغوه کړ.

ښاغلي خان جمعه مې ۲۷(غبرګولي۶) په پیښور کې خبري کنفرانس کې د شبهاز شریف حکومت وغانده چې د تحریک انصاف د ګوند پلویان یې وهلي ټکولي او تشدد یې پرې کړی.

عمران خان وویل، "همدا وجه وه چې زه یې مجبور کړم د هیواد ګټو په خاطر پرلت لغوه کړم".

د حکومت او امنیتي ځواکونو د خبرداریو سره سره د عمران خان زرګونه پلویان پایتخت اسلام آباد ته رسیدلي و او تر هغه وخت د پارلمان د ودانۍ مخې یې د پرلت کولو پلان درلود تر څو چې حکومت دواړه اسامبلۍ لغوه کړې نه وي او د انتخاباتو اعلان یې نه وي کړی.

خو د عمران خان د پلویانو او مظاهره چیانو تر منځ د اخ او ډب له کبله چې تحریک انصاف ګوند ادعا کوي چې ۶ غړي یې وژل شوي او ګڼ شمیر یې ژوبل شوي، پخواني صدراعظم په اسلام آباد کې د پرلت کول لغوه کړل.

د عمران خان پدې پریکړې د تحریک انصاف ګوند ځیني غړي هم ندي خوښ. په اخ او ډب کې څه باندې ۱۰۰ پاکستاني پولیس هم ټپي شوي.

امنیتي چارواکو د عمران خان څه باندې ۱۷ سوه پلویان نیولي هم دي.

سره لدې چې عمران خان وایي د تشدد مخنیوي لپاره یې په اسلام آباد کې د پرلت نه کولو پریکړه وکړله خو پاکستاني چارواکي بیا وایي دا پرلت ځکه ونشو چې هغومره خلکو پکې ګډون نه و کړی څومره چې عمران خان هیله درلوده.

چارواکو ویلي چې د ټولو مظاهره چیانو شمیر د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې و.

عمران خان د واک څخه تر لیرې کیدو وړاندې او لا هم ادعا کوي چې د متحده ایالاتو په لاس وهنې د واک څخه لیرې شوی خو نه یوازې متحده ایالاتو بلکې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت هم د عمران خان د ادعاوې رد کړې او بې اساسه یې بللي.

د پاکستان حکومت همدارنګه د جمعې په ورځ یو ځل بیا د مخکې له وخته انتخاباتو لپاره د عمران خان غوښتنه رد کړله.

خو عمران خان په خبري کنفرانس کې یو ځل بیا خبرداری ورکړ که حکومت انتخابات اعلان نکړي، بله اوونۍ به بیا ستر سوله ایز لاریونونه وکړي.


دا لومړی ځل ندی چې د کرکټ دا پخوانی لوبغاړی په هیواد کې د نویو انتخاباتو غوښتونه کوي. وړاندې تر دې چې د سیاسي مخالفینو لخوا په ملي اسامبلې کې د نه باور د رای ګیرۍ له مخې له واکه لیرې شي، عمران خان د هیواد د جمهور رئیس څخه وغوښتل چې پارلمان منحل او د نویو انتخاباتو لپاره نیټه اعلان کړي چې همداسې وشول.

خو وروسته د پاکستان سترې محکمې نه یوازې د پارلمان منحل کول بلکې د ملي اسامبلې لخوا د نه باور د رای ګیرۍ مخه نیول غیرې قانوني وبلل او حکم یې صادر کړ چې د اپریل په ۹مه باید ملي اسامبله غونډه وکړي او د نه باور رای ګیري وشي.

د ۱۹۴۷ کال راپدیخوا چې پاکستان آزاد شوی، تر اوسه هیڅ یو صدراعظم پکې خپله پنځه کلنه واکمني نده پوره کړې او عمران خان د دې هیواد لومړنی صدراعظم شو چې د عدم اعتماد د رای ګیرۍ پر اساس د واکه لیرې کیږي


XS
SM
MD
LG