د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د عمران خان «سلګونه پلویان نیول» شوي 


د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو غړی
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو غړی

له هغه وروسته چې د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د لویې مظاهرې د پیلولو غږ وکړ، راپورونه وايي چې د پاکستان پولیسو د هغه د پلویانو په کورونو چاپې وهلې او سلګونه کسان یې نیولي دي.

عمران خان د یکشنبې په ورځ له خپلو پلویانو وغوښتل چې د چهارشنبې په ورځ لویې مظاهرې پیل کړې او د پارلمان تر منحل کېدو او د نويو انتخاباتو د نېټې تر اعلان پورې په اسلام اباد کې پاتې شي.

پاکستاني مقامات وايي چې د پنجاب په ایالت کې پولیسو نیمه شپه (چهارشنبه مۍ ۲۴/مرغوي درېیمه) د عمران خان د پلویانو په کورونو چاپې واچولې او ویې نیول چې په مظاهرو کې ګډون ونکړي.

چارواکي وايي چې په اسلام اباد او اسلام اباد ته ورڅېرمه سیمو کې هم د عمران خان لسګونه پلویان نیول شوي دي. عیني شاهدان او مقامات وايي چې د نیمې شپې په دغو عملیاتو کې د یو کور غړیو په پولیسو ډزې هم کړې او یو پولیس وژل شوی دی.

د اپوزیسیون ډلې ویاند فواد چوهدري ادعا وکړه چې پولیسو په ټول پاکستان کې د هغوی شاوخوا ۴۰۰ کسان نیولي دي او د پولیسو عملیات روان دي.

د صدراعظم شهباز شریف حکومت او د پنجاب ایالتي چارواکي د پولیسو چاپې تائیدوي خو په اړه یې نور جزیات نه ورکوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د عمران خان د ګوند پلویانو ته به د مظاهرو اجازه نه ورکوي چې «کډوډي او کړکیچ» جوړ کړي.

عمران خان په خپلو پلویانو باندې د پولیسو چاپې غندلې او ویلي دي چې سوله ایزې مظاهرې د ټولو پاکستانیانو حق دی او «ظالمانه» عمل به هغوی له مظاهرې څخه را ونه ګرځوي.

ښاغلي خان له پېښور څخه په یو تلویزوني خبري کنفرانس کې د پاکستان له قضايي ځواک او «بې طرفه» اړخ څخه وغوښتل چې چارواکي د خلکو په کورونو له چاپې وهلو او د هغوی د مظاهرو د مخنیوي څخه را ورګرځوي. ښاغلی خان د «بې طرف اړخ» اصطلاح د پاکستان پوځ ته کاروي.

هغه وویل: «تاسو باید پوه شئ چې خلک تاسو څاري او ستاسو په اړه به هم قضاوت کوي. که هېواد د ورانۍ په لوري ځي، تاسو به هم برابر مسئول یاست.»

تر دې دمه د پاکستان پوځ، چې په سیاست کې د مداخلې سابقه لري، څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې حکومت په اسلام اباد کې امنیتي تدابېر سخت کړي او نور ځواکونه یې استولي دي چې له پولیسو سره د امنیت او ثبات په برخه کې مرسته کړي. پولیسو په مهمو ځایونو کې کانتینرونه اېښي دي چې عمران خان او پلویان یې پرېنښودل شي په اسلام اباد کې مظاهرې او غونډې وکړې.

عمران خان له درې نیم کلن صدارت وروسته څه موده مخکې د پاکستان د پارلمان له لوري سلب اعتماد او لېرې کړل شو. نوموړي له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې لویې مظاهرې وکړې او هغه یې د پاکستان د حاکمیت د حفاظت مظاهرې وبللې. په پام کې ده چې دهغه دا پلان شوې مظاهرې له اسلام اباد څخه د باندې پیل او بیا اسلام اباد ته انتقال شي.

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله عمران خان تورن کړی چې ځوانان یې بې لارې کړي او له خپل شهرت څخه سیاسي ګټه اخلي.

تر دې مخکې د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف ويلي وو چې عمران خان د پاکستان خلاف پلان جوړ کړی او په خبره یې باید د هغه په ضد قانوني «اقدامات» وشي، خو هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG