د پاکستان صدراعظم عمران خان په دغه ملک کې اداري فساد د نړیوالې پانگونې پر وړاندې د تر ټولو لوی خنډ بللی دی.
عمران خان دا خبره په چین کې کړې ده او هیله یې ښودلې چې کاش هغه " په اداري فساد کې ککړ ٥٠٠ کسان" زندان ته اچولي شوای.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په بیجنگ کې د تجارت په اړه یوې غونډې ته وویل چې په پاکستان کې د اداري فساد له کبله دغه ملک ته نړیوال د پانګې اچونې لپاره نه ورځي.
عمران خان د چین د ولسمشر شي ژن پنگ د اداري فساد ضد مبارزه وستایله او ویې ویل چې هغه اوریدلي شي ژن پنگ د اداري فساد په تور ۴٠٠ هغه کسان چې وزارتونه او لویې دندې یې لرلې، بندیان کړیدي.
عمران خان وویل: "کاش چې د چین د ولسمشر غوندې ما هم ٥٠٠ مفسدین زندان ته استولی شوی".
عمران خان وویل هغه ملکونه چې اداري فساد پکې کم وي، وده کولی شي. هغه زیاته کړه چې حکومت یې اوس کوښ کوي چې د نړیوالې پانگونې لپاره د ملک دننه وضع سمه کړي او نړیوال وهڅوي چې په پاکستان کې پانګه واچوي.
عمران خان د چین د ولسمشر لخوا په دغه ملک کې د غریبۍ د ختمولو لپاره اقدامات وستایل او ویې ویل چې چین په تیرو ٣٠ کلونو کې ٧٠ سوه زره کسان د غریبۍ د ژغورلي دي.
دا د پاکستان د صدراعظم عمران خان چین ته دریم سفر دی.