د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان په ۲۰۲۰ کې ۷۳۳ میلیون ډالره بشري مرستو ته اړتیا لري'


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، څه باندې اوه میلیونه افغانانو ته، چې اوږدې جګړې او طبیعي پېښو اغیزمن کړي دي، د بشري مرستو د رسولو لپاره په ۲۰۲۰ کال کې ۷۳۳ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

د اوچا د څیړنو په اساس، په روان میلادي کال کې ۹.۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا د افغانستان د نفوس نږدې درېیمه برخه جوړوي.

ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې ویلي، چې افغانان د سولې تږي دي او په افغانستان کې روانې اوږدې جګړې خلک ستړي کړي دي.

په اعلامیې کې زیاته راغلي: "افغانستان د ژوند کولو لپاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی، خلک هره ورځ د چاودیدونکو موادو، بریدونو او بمباریو له ګواښ سره مخامخ دي، چې د هغوی د مرګ‌ژوبلې او جسمي او رواني اختلالاتو لامل کېږي".

ملګرو ملتونو ویلي، چې ویرې، تاوتریخوالي، په پرله پسې ډول بې‌ځایه کېدل او د پورونو زیاتوالي افغانان بې‌وزله کړي او له حالاتو سره یې د مقابلې توان له لاسه ورکړی او هغوی یې اړ کړي چې منفي اعمالو ته مخه کړي.

د ملګرو ملتونو له نظره په افغانستان کې روانه جګړه لا هم د افغانانو د بې‌ځایه کېدو اصلي لامل دی او له بلې خوا د اقلیم د بدلون له امله افغانستان د طبیعي پېښو له جدي ګواښونو سره مخامخ دی، چې دا هم په لویه کچه د افغانانو د بې‌ځایه کېدو لامل کېږي.

ملګرو ملتونو تېر میلادي کال په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د بشري مرستو لپاره د ۶۱۲ میلیونه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG