د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ترافیکي پیښې تر جګړې ډیر خلک وژني


په افغانستان کې د ترافیکو د چارو مسؤلین وایي چې اکثره ترافیکې پیښې په لویو لارو کې کیږي.
په افغانستان کې د ترافیکو د چارو مسؤلین وایي چې اکثره ترافیکې پیښې په لویو لارو کې کیږي.

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان لخوا دسړک د خونديتوب ملي اونۍ ولمانځل شوه چې په کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو چارواکو هم ګډون کړی وو.

په کابل کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي داؤد الطاف وایي چې د اکثرو ترافیکي پيښو عوامل د موټر چلونکو له خوا د "نشه‌يي موادو کارول، بې‌احتیاطۍ ،ګړندي تګ او دغه راز د مسافرینو له خوا د سفر پر مهال د حفاظتي کمربندونو نه تړل، په ترافیکي پيښو کې د زیاتې مرګ‌ژوبلې لامل کیږي."

ښاغلی الطاف وایي تیرکال په افغانستان کې ۴زره ۷سوه کسان په ترافیکي پيښو کې وژل شویدي.

ښاغلي الطاف وویل "د سړکونو په مرګونو پیښو کې چې په لږ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې پیښیږي، یوازینی لامل یې ډیر سرعت دی. موږ باید سږ کال ددې شعار په تطبیق کې چې سرعت مو لږ کړئ او ژوند وژغورئ خپله ونډه واخلو."

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له دغه وزارت سره ثبت شوې شمیرې ښيي چې تیر کال د ترافیکي پیښو له امله ۸۶۸ تنه مړه او شاوخوا ۵۵ زره نور ټپیان شوي دي.
ددې وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال احمد جان نعیم د سړک خوندي توب د ملي اونۍ په لمانځغوڼده کې وویل "د عامې روغتیا وزرات د سړک د خوندیتوب نړیواله اونې د دې لپاره لمانځي چې عامه پوهاوی ډیر شي او د ترافیکي پیښو له امله مسافرینو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کچه راټیټه شي. دا ناسته به په ټول هیواد کې د سړکونو د خوندیتوب او په دې اړه خلکو ته د پوهې ورکولو پیل وي."

په ترافیکي پیښو کې د خلکو د مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره نن د سړک د خوندیتوب د نړیوالې اونۍ سږنی کمپاین د "سرعت کم کړئ او د انسانانو ژوند وژغورئ" په شعار سره پیل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو د عمومي ریاست چارواکي وایي د ترافیکي پیښو تر ټولو مهم علتونه یې ډیر سرعت او د معیاري سړکونو نشتوالی دی.

د کابل د ترافیکو استازي عبدالودود خیرخوا وویل چې په افغانستان کې ډیرې ترافیکي پیښې په لویو لارو کې کیږي چې د مسافرینو له خوا د کمربندونو د نه تړلو له امله ډیر تلفات لري.

هغه وایي "سړکونه باید داسي وي چې د تګ او راتګ کرښه پکې بیلې وي. که چیرې موټر یو له بل څخه مخکې کیږي نو باید سره مخامخ نه شي خو کله چې د کندهار موټر کابل ته راځي او یا برعکس کار کیږي نو له یو بل سره مخامخ کیږي چې دا په خپله د سړکونو د غیر معیاریتوب ښکارندويي کوي."

په افغانستان کې له جګړې وروسته ترافیکې پیښې تر ډیره د افغانانو ژوند ته ستر ګواښ دی.

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د ریپوټ له مخې ۲۰۱۶ کال کې د جګړې له امله یوازې درې نیم زره ملکي افغانان وژل شوي دي خو ترافیکي پیښې هر کال د څلور زره او اوو سوه کسانو ژوند اخلي.

XS
SM
MD
LG