د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان روسیې ته د اټومي تهدید په اړه خبرداری ورکړ


د جاپان صدراعظم او په هغه هیواد کې د امریکا سفیر د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري شپږمه) د اټومي وسلو د کاریدو په اړه روسیې ته خبرداری ورکړ.

دغو چارواکو دغه څرګندونې په هیروشیما کې له هغې سیمې څخه د لیدنې پرمهال وکړې چې په دویمه نړیواله جګړه کې اټومي بم پرې اچول شوی وو.

د جاپان صدراعظم له یادې سیمې څخه د لیدنې پرمهال وویل:« د اټومي وسلو ناوړه وحشت باید هیڅ وخت تکرار نشي.»

د فرانسې خبري آژانس لیکلي دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې مسکو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۲ د خپلو اټومي وسلو چمتو کول رد نکړل او ویې ویل که مسکو له "پراخ تهدید" سره مخ شي، دا وسلې کاریدلی شي.

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا او راهن امانوئل په هیروشیما کې د سولې له یوه یادګاري څلي او موزیم څخه کتنه وکړه.

ددغه لیدنې پرمهال په جاپان کې د امریکا سفیر د روسیې موقف له "عقله لیرې" وباله.

ښاغلي امانوئل د یو بیان په خپرولو سره وویل:«د هیروشیما تاریخ موږ ته دا رازده کوي چې دا د هر هیواد لپاره چې دا ډول تهدید کوي، غیر معقوله ده.»

په ۱۹۴۵ کال کې پر هیروشیما د اټومي بم تر غورځیدو وروسته ۱۴۰ زره کسان ووژل شول.

درې ورځې وروسته واشنګټن د جاپان پر ساحلي‌ ښار ناګاساکي بل پلټونیم بم واچاو چې پکې ۷۴ زره کسان ووژل شول او په پایله کې دویمه نړیواله جګړه هم ختمه شوه.

له جاپان سره په لانجمنو ټاپو ګانو کې د روسیې نظامي‌ تمرینونه

جاپاني رسنیو د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (کب شپږمه) وویل چې روسیې له جاپان سره په لانجمنو ټاپو ګانو کې نظامي تمرینونه کړي دي.

دغه تمرینونه څو ورځې وروسته له هغه وشول چې مسکو له جاپان سره د سولې خبرې د غرب د بندیزونو له امله وځنډولې.

انټرفاکس خبري آژانس د جمعې په ورځ د روسیې د شرقي برخې د نظامي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې مسکو په کوریل ټاپو ګانو کې نظامي تمرینونه کړي کوم چې پکې د سل ګونو نظامي تجهیزاتو او وسایطو تر څنګ څه باندې ۳۰۰۰ پوځيانو ګډون کړی وو.

جاپاني رسنیو ویلي دا تمرینونه په هغو سیمو کې شوي چې پخواني شوروي اتحاد د دویمې نړیوالې جګړې وروسته ونیولې، هغه سیمې چې جاپان یې د مالکیت ادعا کوي.

XS
SM
MD
LG