د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا د کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ١٣ پاکستانیان هم وژل شوي


په پاکستان کې چارواکي وایي چې د لیبیا په ساحل په ډوبې شوې کښتۍ کې دیارلس تنه پاکستاني و، په دغه پیښه کې نوي تنه په اوبو کې ډوب شویدي.

د پاکستان د بهرنوچارو د وزارت ویاند محمد فیصل د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه مړي چې د لیبیا ژغورونکې عملې موندلې دي، په هغې کې دیارلس پاکستاني و.

د بهرنو چارو وزارت وايي په مړیو کې اته تنه د گجرات او څلور کسه د منډي بهاوالدین د سیمې و. دغه ټول کسان د پنجاب د ایالت و. هغه وویل چې په یوه اونۍ کې به د دغو کسانو مړي پاکستان ته را ورسیږي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره ادارې د جمعې په ورځ وویل چې د لیبیا د ساحل سره د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پیښې کې نوي تنه په اوبو کې ډوب شویدي. په وژل شوو کې زیاتره کسان د پاکستان دي.

آي لو ایم وایي چې د منځني ختیځ، افریقا، پاکستان او افغانستان نه ځینې خلک په قاچاقي لارو د لیبیا نه اټالیې ته د تللو کوښښ کوي چې په لاره د دا ډول پېښو سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG