د لاس رسي وړ اتصالات

قاچاقبرانو ١٥٠ مهاجر په سمندر کې ډوبېدو ته مجبوره کړل


د مهاجرینو لپاره نړیواله اداره وایي چې په هغه انساني قاچاقبرانو پسې گرځي چې د صومالیې او ایتهوپیې ١٢٠ تنه مهاجر یې هغه وخت اوبو ته ټیلوهل چې کښتۍ یې د یمن ساحل ته نژدی شوه. په دغه پیښې کې ٥٠ تنه تنکي ځوانان په اوبو کې ډوب شول.

هغه کسان چې په دغې پیښې کې ژوندي پاتې شویدي ، چارواکو ته ویلي چې کله قاچاقبرانو یمني چارواکي ولیدل نو ویریدل او په کښتۍ کې سپاره کسان یې مجبوره کړل چې اوبو ته ټوپ کړي.

د مهاجرینو لپاره د نړیوالې ادارې ویاندې اولیویا هیډن امریکا غږ ته وویل چې مهاجرینو ته معلومه وه چې هغوي کیدی شي مړه شی خو مجبوره و

هغه وایي د هغوې سره یو کس چې د قاچاقبرانو مشر و، په وچه ( ځمکه) موجود و، او هغه مهاجرینو ته هدایات ورکول. په کښتۍ کې هم ځینې قاچاقبران موجود و چې د هغوي سره وسلې موجودې وې. د مهاجرینو سره دوه لارې وی، یا خو دې اوبو ته ټوپ کړی او یا دې وویشل شي.

آی او ایم وایي چې په دغه پیښه کې ٢٩ تنه مړه شویدی او ٢٢ تنه لا تر اوسه لادرکه دي. هیډن وایي چې ۴٢ تنه د آی او ایم د کارکونکو د رارسیدلو نه مخکې تښتیدلي دي. شاوخوا ٢٧ تنه چې تنکي ځوانان او پیغلې دي ، په روغتون کې په جدي حالت کې بستري دي.

د هغې نه وروسته چې قاچاقبرانو هغه کانټینر چې مهاجر پکې سپاره و، اوبو ته ټیلوهو ، بیرته صومالیې ته لاړل چې نور کسان په دغې کښتۍ کې سپاره کړي او په دی بیحده خطرناکه لاره یې راولي.

په داسې کښتیو کې د داسې سفرونو په وخت د خلکو سره ډیر ناروا چلند کیږي، په خلکو ظلمونه ، وهل ټکول او حتی جنسي تیري ترسره کیږي چې د هغوي د کور غړي دیته مجبوره شي چې دغو قاچاقبرو ته نورې پیسی ورکړي. ځینې کسان کمي پیسې ورکوي. خو په هغوي په لاره ډیر ظلمونه کیږي او بیا وروسته د هغوي کورنۍ دیته مجبوره کیږي چې نوری پیسې ورکړي.

هیډن وایي چې د دې امکانات ډیر کم دي چې دغه قاچاقبران به ونیول شي. آَی او ایم کوښښ کوي چې د قاچاقبرانو په هکله معلومات راټول کړي او چارواکو ته یي ورکړي.

هغه وایي چې په دی لړ کې نړیوالې همکارۍ ته ضرورت لري او زیاتوي چې د دغې انساني ناورین د مخینوي لپاره باید ټول په گډه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG