د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان له 'زندانونو څخه ۱۳۷ نور افغانان' هم ازاد شوي


په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا رهبري کيږي د کراچۍ له زندان څخه د ١٣٧ نورو افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړى دى.

ياد سفارت نن یکشنبه مارچ پنځمه ( کب۱۴) ويلي دغه افغان بندیان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د کراچۍ ښار ملیر، سنټرل جیل او Remand Home محابسو څخه خوشي شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوې دغه افغانان د هستوګنې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستاني پوليسو لخوا نيول شوي او بنديان شوي و.

دغه سفارت زياته کړې چې خوشي شوي افغانان د چمن دروازې له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي: "په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د هڅو او په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د قونسلګرۍ او کډوالو اتشې په هڅو یاد کسان له بند څخه ازاد شول او په دری بسونو کې د سپین بولدک ــ چمن لارې څخه افغانستان ته انتقال شول."

د پاکستان حکومت تر دامهاله له خپلو زندانونو څخه د تازه خوشي شوو افغانانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي. طالب چارواکو تر دې مخکې ويلي و چې د پاکستان په زندانونو کې شوخوا ۲۰۰۰ افغانان بنديان دې چې په خبره شاوخوا ۱۴۰۰ افغانان د کراچۍ، حیدر اباد، لاړکنه او سکر له زندانونو څخه ازاد شوي او خپل هیواد ته شړل شوي دي.

دغه افغانان چې زيات شمېر يې ويل کيږي د درملنې او خپلو دوستانو ليدو لپاره پاکستان ته تللي وو د هغه هيواد د پوليسو لخوا نيول شوي دي. د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس، د دغه هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو په مهال د پاکستان په بېلو بيلو سیمو کې د قانوني اسنادو او وېزو نه لرلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان نیولي او زندان ته یې وړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې شتون لري.

XS
SM
MD
LG