د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوي ۲۰۰ نور افغانان هم د پاکستان له زندانونو خوشې شوي


په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت استازي یې چارې مخې ته وړي، د سند ايالت او کراچۍ له زندانونو څخه د لږ تر لږه ۲۰۰ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړى دى.

ياد سفارت د چهار شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵ ( سلواغې ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یادو زندانیانو څخه ۱۷۰ یې د کراچۍ او ۳۰ تنه نور یې د سند د «لاړکنې او سکر» ښارونو له زندانونو څخه خوشي شوي دي.

په بیان کې ویل شوي خوشي افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي د سند ایالت پولیسو لخوا د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي او زنداني شوي وو.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا رهبري کيږي په دې اړه ويلي : "نن چهارشنبه د روان لمریز کال د سلواغي ۲۶، زمونږ ۱۷۰ تنه هیوادوال چې پکې ښځې او ماشومان شامل دي د کراچۍ او همدا راز ۳۰تنه نور د سند صوبې د لاړکنې او سکر ښارونو د محابسو څخه خوشې او افغانستان ته انتقال شول."

د یاد سفارت د معلوماتو له مخې د پاکستان له زندان څخه خوشي شوي افغان کډوال تیره ورځ د طالبانو حکومت لخوا په څلورو بسونو کې د «ملیر او سنترل جیل» زندانونو څخه افغانستان ته واستول شول.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس په تیرو څو میاشتو کې د کراچۍ، حیدر اباد، لاړکنه او سکر له زندانونو څخه ۱۲۰۰ افغانان ازاد شوي او افغانستان ته ډیپورټ شوي دي.

ویل کیږي په پاکستان کې نیول شوي افغانات تر ډېره هغه کسان دې چې د ناروغیو د علاج لپاره هغه هیواد ته تللي وو، تر دې مخکې هم د کراچۍ په زندان کې د یو شمېر ناروغیو افغان بندیانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي وو.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تر دې مخکې ویلي وو چې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد نلري په پاکستان کې بندیان دي او د هغوی د خلاصولو هڅې روانې دي.

تر دې مخکې د پاکستان په کراچۍ کې د زندانونو یوې مسؤلې ویلي وو چې ډېر ژر به له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان بندیانو استولو لړۍ پيل شي.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس، د دغه هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو په مهال د پاکستان په بېلو بيلو سیمو کې د قانوني اسنادو او وېزو نه لرلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان نیولي او زندان ته یې وړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې شتون لري.

XS
SM
MD
LG