د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې د کرونا له کبله د مړو شمېر تر ۳میلیون واوښت 


د کروناویروس په لومړي‌ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو
د کروناویروس په لومړي‌ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو

په نړۍ کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر تر دریو میلیون واوښت او دامهال د دغه ویروس له کبله د اوکراین د کیف او د پرتګال د لیزبن ښارونو د نفوس هومره کسان مړه شوي دي.

دا ویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې پیدا او ډېر ژر د نړۍ نورو هېوادونو کې خپور شو.

راپورونه وايي‌ ښايي د دغې وبا له کبله د مړو شمېر تر رسمي ‌شمېرو زیات وي،‌ ځکه یو شمېر حکومتونه ډېرې شمېرې نه خپروي‌ او ډېرې داسې پېښې هم شته چې ثبت او راجستر کیږي نه.

د جانس هاپکینز پوهنتون چې په نړۍ کې د کروناویروس پېښې ثبتوي وايي‌ چې دا مهال څه باندې ۱۴۰میلیون انسانان په دغه ویروس اخته دي.

په دې وروستیو کې په نړۍ کې د کروناویروس پېښې زیاتې شوې او په اوسط ډول د ورځې ۱۲۰۰۰ کسان د دغه ویروس له کبله مري او شاوخوا ۷۰۰۰۰ نور پرې اخته کیږي.

په برازیل کې دا مهال د ورځې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د کروناویروس له کبله مړه کیږي. په برازیل کې تر دې د مه څه باندې ۳۶۸۰۰۰ کسان مړه شوي او ۱۳.۸ میلیون نور پرې اخته دي.

کروناویروس تر ټولو ډېر انسانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړه کړل چې شمېر یې څه باندې ۵۶۶۰۰۰ زرو ته رسیږي. همدغه راز تر ۳۱ میلیون زیات خلک په امریکا د کرونا په ویروس اخته دي.

هند بل هغه هېواد دی چې دغه ویروس په کې ډېر کسان مړه کړي دي.‌ دغلته تر دې دمه څه باندې ۱۷۵۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۴.۵ میلیون نور پرې اخته دي.

دا په داسې حال دی چې په نړۍ کې ددغه ویروس ضد واکسین کولو لړۍ هم پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG