د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان هوايي ډګرونو له لارې صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه څه باندې ۶۰۰۰ ټنه تجارتي توکي بهر ته صادر شوي دي.

د دغې ادارې ویاند په وینا دغه توکي له بېلابېلو هوايي شرکتونو له لارې چین، سعودي، هند، امارات، ترکیې او کویټ ته لېږدول شوي‌ دي.

محمد نعیم صالحي نن جمعه جولاۍ نهمه (چنګاښ ۱۸) امریکا غږ ته وویل "د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صادر شویو توکو کچه د تېرکال د همدغه وخت په پرتله ۳۰ سلنه ډېره شوې ده."

په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې څه باندې ۳۵۰ زره ټنه سوداګریز توکي بهر ته صادر شوي و.

د ښاغلي صالحي په وینا په صادر شویو توکو کې وچه مېوه، غالۍ، د زعفرانو په شمول دارويي بوټي او ورته نور توکي شامل دي.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې له هند سره هوايي دهلیز پرانیست او له هغې وروسته یې دا لړۍ چین، یو شمیر عربي او اروپايي هیوادونو ته هم وغځوله.

د رپوټونو پر بنسټ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې "افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا ۵زره او ۳۰۰ ټنه سوداګریز توکي صادر کړي دي."

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې یو میلیارد ډالره صادرات درلودل چې دا کچه د همدې کال مخکې په پرتله د صادراتو تر ټولو لوړه کچه ښيي.

برسېره پر دې د افغانستان بانک معلوماتو پر بنسټ، په تېر ۲۰۲۰ کال کې له دغه هېواد نه بهر ته د هوايي دهلیزونو له لارې د ۱۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۷۴۱۴ ټنه کورني محصولات صادر شوي دي.

XS
SM
MD
LG