د لاس رسي وړ اتصالات

هند که پاکستان؛ کوم یو یې ډېرې اتومي وسلې لري


پاکستان او هند موافقه کړې چې هر کال به دوه ځلې د بندیانو لیستونه تبادله کوي
پاکستان او هند موافقه کړې چې هر کال به دوه ځلې د بندیانو لیستونه تبادله کوي

هند او پاکستان د شنبې په ورځ جنوري ۱ (مرغومي ۱۱) په نوي ډهلي او اسلام آباد کې د خپلو دپلوماتانو د لارې د اتومي تاسیساتو په اړه معلومات او بندیانو لستونه تبادله کړل.

د دواړو هیوادونو په اعلامیې کې ویل شوي چې د هغه تړون له مخې چې د تیرو دیرشو کالونو راپدیخوا عملي کیږي، هند او پاکستان د خپلو اتومي تاسیساتو په هکله هم معلومات شریک کړیدي.

هند او پاکستان په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د اتومي بټیو د معلوماتو د شریکولو موافقه لاسلیک کړله. د همدې موافقې له مخې د جنوبي آسیا دغو دواړو سیالو هیوادونو د شنبې په ورځ یو بل ته د اتومي تاسیساتو او بټیو معلومات ورکړل خو جزیات یې ندي شریک شوي.

داسې ګمان کیږي چې هند او پاکستان د ځینو پټو تاسیساتو معلومات هم یو بل ته ورکړیدي.

د ستاکهلم د سولې د نړیوالو مطالعاتو د انستیتیوت د معلوماتو په اساس دا مهال پاکستان ۱۶۰ او هند ۱۵۰ اتومي وسلې لري.

د دغه انستیتیتوب د ۲۰۲۰ کال په راپور کې راغلي دي چې اسلام اباد او نوي‌ ډهلي د خپلو اتومي وسلو شمېر دوه برابر زیات کړی او په عصري تکنالوژۍ یې هم سمبالوي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونه په اساس د دواړو هېوادونو خلک او په تېره بیا د پاکستان وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ژوند اساسي خدمتونو او سهولتونو ته هم لاسرسی نلري.

د بندیانو لست

پاکستان د شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د هند استازي ته د هغو ۶۲۸ هندي اتباعو لیست ورکړ چې پدې هیواد کې بندیان دي. په بندیانو کې ۵۷۷ کب نیونکي هم دي چې په غیرې قانوني توګه د پاکستان په اوبو کې د کب نیونې په خاطر نیول شویدي.

همدارانګه هندي چارواکو په نوي ډهلي کې د پاکستان استازي ته د هغو ۲۸۲ پاکستاني بندیانو او ۷۳ کب نیونکو لیست ورکړ چې پدې هیواد کې بندیان دي.

هند او پاکستان په ۲۰۰۸ کال کې موافقه کړې چې د یو بل بندیانو ته د ملاقات لپاره به د دواړو هیوادونو استازي د ورتګ اجازه ولري. د موافقې له مخې دواړه هیوادونه باید هر کال د جنوري او جولای په میاشتو کې د بندیانو لیستونه یو بل ته ورکړي.

د هند او پاکستان کب نیونکي چې په سمندر کې د کب نیولو لپاره د عصري ټکنالوژۍ څخه کار نه اخلي وخت ناوخته په اوبو کې د یو بل د سرحدونو څخه تیریږي چې د غیرې قانوني کب نیولو په تور نیول کیږي.

د دواړو هیوادونو چارواکي د دې کب نیونکو کښتۍ ضبطوي او عمله یې په زندان کې اچوي.

ډیری وخت دا کب نیونکي محکمې ته نه وړاندې کیږي او کلونه په زندانونو کې تیروي.

د کشمیر په سر لانجه

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې آزاد شوي او همدې نیټې راپدیخوا یې ۲ ځله د کشمیر پر سر چې د دواړو تر منځ ویشل شوی جګړه کړې.
د دوي اړیکې په ۲۰۱۹ کال کې وروسته تر هغې لا ډیرې لانجمنې شوې چې هند په یو اړخیزه توګه په اساسي قانون کې د خپل کنترول لاندې کشمیر ځانګړی حیثیت لغوه کړ.

د ۲۰۱۹ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې د هند مرکزي حکومت د هندي کشمیر نیمه خومختاري ختمه کړله او دا سیمه د خپل مستقم واک لاندې راوسته، ۳۸۰ وسله وال، ۱۰۰ عام خلک او څه باندې ۸۰ د امنیتي ځواکونو غړي پدې سیمې په نښتو کې وژل شوي.

هندي پولیس وایي په سیمه کې د وسله والو په خلاف د نظامي عملیاتو له کبله د لومړي ځل لپاره د سیمه ایزو جنګیالیو شمیر د ۱۰۰ نه ټیټ شوی.

د سیمې د پولیسو مشر ویجې کمار د همدې اوونۍ په سر کې د اکنامیک ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې "۷۰ په سلو کې ځوانان چې سږ کال د وسله والو سره یو ځای شوي و، یا وژل شوي او یا نیول شویدي".

هند د پخوا راهیسې پاکستان تورنوي چې په سیمه کې د یاغیانو د بریدونو سره مرسته کوي خو اسلام آباد دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG