د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: امریکا په هند کې د تاسیساتو جوړولو هڅې کوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرکي لاوروف وايي ممکن د امریکا متحده ایالتونه کوښښ کوي چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې خپل نظامي تاسیسات ولري.

د روسیې تاس خبري اژانس د ښاغلي لاوروف له خولې لیکلي دي چې [امریکا] دغه هدف ته د رسېدو لپاره له بېلا بېلو لارو کار اخلي او « ما اورېدلي دي چې هغوی کوښښ کوي هند وهڅوي پنټاګون ته په خپل قلمرو کې ځینې فرصتونه برابر کړي.»

تر دې دمه امریکايي چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې چې ګنې هغوی له افغانستان څخه د تهدیدونو د مخنیوي لپاره په هند کې د کوم نظامي تاسیس د جوړلو هلې ځلې کوي.

مګر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د «ګاونډیو هېوادونو د بي ثباتۍ، د ترهګرو د بریدونو او نشه يي توکو د قاچاقو د مخنیوي په اړتیا او په افغانستان کې دننه د ګواښونو په خنثی کولو» ټېنګار وکړ.

نوموړي وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جولاۍ په میاشت کې د ژنیو د کنفرانس په څنډو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته ویلي دي چې مسکو «د هغو هڅو مطلق مخالف دی چې په افغانستان کې په هدفونو باندې د بریدونو لپاره مرکزي اسیا هېوادونو ته د امریکايي تاسیساتو استولو ته» لار پرانیزي.

هغه وویل چې امریکا له پاکستان څخه هم دا غوښتنه کړې وه خو هغوی رد کړې ده، وايي له ازبیکستان او قرغیزستان څخه هم دا غوښتنې شوې چې هغوی رد کړي دي.

ښاغلي لاوروف څو ورځې مخکې د یو ویدیو کنفرانس له لارې د افغانستان له ګاونډي هېوادونه وهڅول چې په خپلې خاورې کې د امریکا او ناټو له ځای مېشت کولو څخه ډډه وکړي.

د هند صدراعظم څه موده مخکې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې د طالبانو تسلط، چې د پاکستان په ګټه دی، ممکن په کشمیر کې اورپکي غښتلي کړي.

نوموړي د کوم هېواد نوم وانخیست خو وویل چې نباید له افغانستان څخه د ترهګرۍ د پاللو د ځای په توګه ګټه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG