د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د چاندریان-۳ فضایي بیړۍ په سپوږمۍ کې کښته شوه


د هند د چندریان-۳ فضایي بیړۍ
د هند د چندریان-۳ فضایي بیړۍ

د هند یوه فضايي بیړۍ د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) د سپوږمۍ جنوبي قطب ته نږدې کښته شوه او دا ورځ یې د هند په تاریخ کې د یوې مهمې شیبې په توګه ثبت کړه.

چندریان-۳ بیړۍ چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې سپوږمۍ ته توغول شوې و، د هند پر وخت نن ماښام په ۶:۰۴ دقیقو (د ګرینویچ په ۱۲:۳۴) په سپوږمۍ کې کښته شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د سپوږمۍ په همدې سیمه کې څو ورځې دمخه د روسیې د "لونا-۲۵" په نوم فضایي بیړۍ نسکوره شوه. هند څلور کاله وړاندې هم سپوږمۍ ته د فضايي بیړۍ د لیږلو هڅه کړې وه خو بریالۍ نه شوه.

تر اوسه یوازې امریکا، روسیه او چین توانېدلي چې د سپوږمۍ پر سطحه فضايي بیړۍ او څیړنیزې وسیلې کښته کړي او هند لومړنی هېواد دی چې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې هغه ساحه چې نده کشف شوې او تیاره ده، په بریالیتوب سره فضايي بیړۍ کښته کړي. فکر کیږي چې د سپوږمۍ جنوبي قطب به د یخ او منرالونو زیرمې ولري.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په جنوبي افریقا کې د بریکس سرمشریزې په څنډه کې وویل: "هند اوس سپوږمۍ ته رسیدلی دی."

هغه زیاته کړه: "د هند د سپوږمۍ بریالی ماموریت یواځې د هند لپاره ندی، بلکې دا بریالیتوب د ټول بشر پورې اړه لري."

چندریان-۳ چې د هند د فضايي څېړنو موسسې لخوا جوړ شوی، د کښیناستو او د څیړنو یو سیسټم دی. د چندریان-۳ پر ماموریت باندې شاوخوا ۷۴.۶ میلیون ډالر لګښت شوي چې د فضایي څیړنې په برخه کې د نورو قدرتونو د ماموریتونو په پرتله خورا لږ دی.

دا فضایي بیړۍ به د هغه ساحې د شاوخوا څیړنې او تصویرونه چې په کې کښیناستلې ځمکې ته د تحقیقاتو لپاره واستوي. دا څیړنیزه وسیله به یواځې د سپوږمۍ د یوې ورځې ماموریت او موادو د ټولولو چې د ځمکې ۱۴ ورځې کیږي، توان ولري.

د هند فضايي ماموریت په چټکۍ سره وده کوي. په ۲۰۱۴ کې، هند لومړنی اسیایي هیواد شو چې د مریخ مدار ته یې سپوږمکۍ ولیږله، او درې کاله وروسته، د هند یوې فضايي بیړۍ په یو ماموریت کې ۱۰۴ سپوږمکۍ فضا ته ولیږلې.

په وروستیو کلونو کې د سپوږمۍ په سطحه کې سپړنړ ته نوې لېوالتیا زیاته شوې ده. ساینس پوهان هڅه کوي چې معلومه کړي چې ایا دا به ممکنه وي چې د هغو منرالونو او نورو سرچینو استخراج چې په ځمکه کې په خلاصیدو دی، آیا په سپوږمۍ کې ممکن دی او که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG