د لاس رسي وړ اتصالات

هند په افغانستان کې ژر تر ژره هر اړخیز اوربند غواړي


د هند غټه اندیښنه دا ده چې په افغانستان کې بي ثباتي به ښایي کشمیر ته خپره شي.
د هند غټه اندیښنه دا ده چې په افغانستان کې بي ثباتي به ښایي کشمیر ته خپره شي.

هند په افغانستان کې په روانو هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي دي: "مونږ په افغانستان کې د تشدد او هدفي وژنو په زیاتیدو ژوره اندیښنه لرو. هند د ژر تر ژره هر اړخیز اوربند غوښتنه کوي."

په افغانستان کې د بې ثباتۍ د زیاتیدو په هکله د هند تر ټولو ستره اندیښنه دا ده چې ښایي دا بې ثباتي د هند تر کنترول لاندې کشمیر ته چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي او هندي پوځ پکې د کلونو راپدیخوا د یاغیانو سره جګړه کوي، خپره شي.

هند پداسې وخت کې په افغانستان کې د هدفي وژنو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې چې د امریکا جمهور رئيس جو بایډن د چارشنبې په ورځ افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو اعلان وکړ.

ښاغلي بایډن وویل چې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو وتل به د مې د میاشتې په لومړۍ نیټې پیل شي خو طالبانو ته یې خبردرای ورکړ چې که د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته "په امریکا برید وکړي د خپل ځان او شریکانو څخه به د ټولو هغو وسایلو چې لرو یې دفاع وکړو".

بل پلو بیا ترکیې او د افغانستان ګاونډي پاکستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې په افغانستان کې د سیاسي توافق غوښتنه کړې. د پاکستان د صدراعظم عمران خان د دفتر په اعلامیه کې د ترکیې نه هم په افغانستان کې د سولې په هلو ځلو کې د ملاتړ په خاطر مننه شوې.

ترکیه او پاکستان پداسې وخت کې په افغانستان کې په سیاسي توافق ټینګار کوي چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په ۲۴مه نیټه په استانبول کې د افغانستان د سولې په هکله نړیواله غونډه جوړه شي.

د افغانستان حکومت په غونډې کې د ګډون چمتوالی ښودلی خو طالبانو ویلي تر څو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي، په هیڅ داسې غونډې کې ګډون نکوي چې د افغانستان د سولې په هکله پکې خبرې کیږي.

XS
SM
MD
LG