د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نه د امریکايي عسکرو د ویستلو اعلان د "نا امنۍ ډېرېدو ویره" پارولې


ولسمشر بایډن اعلان کړی چې د ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې به خپل سرتېري‌له افغانستان څخه وباسي
ولسمشر بایډن اعلان کړی چې د ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې به خپل سرتېري‌له افغانستان څخه وباسي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، ولسي خلکو د حفاظت، تعلیم، روغتیا او مطبوعاتو ننګه خپل لومړيتوب وګڼي.

د دغې ډلې په اعلامیې کې د ولسمشر جوبایډن له ادارې څخه غوښتل شوي دي‌ چې د امریکا متحده ایالتونه باید په افغانستان کې د ښځو د تعلیم په برخه کې مرستې زیاتې کړي.

د مخکني‌ ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې تېرکال په فبرورۍ کې له طالبانو سره تړون وکړ چې په اساس یې باید د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه امریکايي عسکر ووځي.

خو ولسمشر بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې به له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې دغه اعلان په افغانستان کې د نا امنیو د زیاتېدو ویره زیاته کړې ده.

د دغه سازمان د اسیا د برخې مشره پېټرېشا ګوسمن وايي: « د ولسمشر جوبایډن له لوري د عسکرو د ویستلو اعلان د نا امنیو د ډېرېدو ویره زیاته کړې چې ښايي د بشري حقونو مهمې لاس ته راوړنې زیانمنې کړې. بشري حقونو افغانانو او په خاص ډول نجونو او ښځو ته د پراخې ازادۍ، ښه تعلیم او روغتیا اجازه ورکړې ده.»

نوموړې ټېنګار کړی چې د امریکا حکومت باید « د دغو لاس ته راوړنو د ساتلو او زیاتولو لپاره حیاتي مالي ‌مرستې او دپلوماتیکې هلې ځلې وکړي او د ولسي خلکو د ځورونې په ختمولو فشار راوړي.»

د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې د ورځې په اعلامیې کې اپریل ۱۶ (وري۲۷) ویلي دي چې د امریکا مخکنیو حکومتونو په افغانستان کې د بشري حقونو مسئلې ته په خپلو اساسي ‌لومړیتوبونو کې ځای نه و ورکړی.

اعلامیه وايي‌ چې د طالبانو نورې لاس ته راوړنې دغه حقوق ګواښي او د امریکا عاجل اقدام ته ضرورت دی. وايي طالبانو د سولې له تړون وروسته او د «انتقالي حکومت» پر مهال د اساسي‌ حقونو د ساتلو لپاره کومه قوي ژمنه نه ده کړې بلکې د اعلامیې په اساس تر خپل کنترول لاندې سیمو کې یې د ښځو او نجونو په تعلیم باندې محدودیت هماغسې روان ساتلی دی.

اعلامیه وايي چې طالبان همدغه راز په افغان مطبوعاتونو بریدونو او هغوی ته په ګواښونو کې هم دخیل دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه غوښتي دي‌ چې که تاوتریخوالی همداسې روان پاتې کیږي باید خپل ټول دپلوماتیک او نور اغیز وکاروي چې د جګړې ښکیلې غاړې د بشري‌ حقونو نړیوال قوانین عملي کړي.

دا سازمان داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم او مطبوعاتو د ازادۍ د ساتلو خبره کوي‌ چې امریکايي چارواکو له افغانستان سره په دغو برخو کې د خپلو مرستو په دوام ټېنګار کړی.

XS
SM
MD
LG