د لاس رسي وړ اتصالات

هند افغانانو ته د شپږ ډوله نویو ویزو صادرول بیا پيل کړل


هند په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په افغانانو ویزې بندې کړې
هند په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په افغانانو ویزې بندې کړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې نوې ډهلي د افغانانو لپاره د شپږ ډوله ویزو صادرول بیا پیل کړي دي.

د هند در بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال د پنجشنبې مۍ ۲۹ (جوزا اتمه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دې ویزو صادرول "د اپرېل میاشتې له ۲۹ تاریخ څخه پیل شوي او پراساس یې د افغانستان ټول وګړي کولای شي چې اوس شپږډوله ویزو ته چې په کې د روغتیا ویزه، د بیمار د پایواز ویزه، د تجارت ویزه، (هند ته) د داخلېدو ویزه (د هغو بهرني وګړو لپاره چې هندي ریښي لري)، تحصیلي او د ملګرو ملتونو ډپلوماتیک ویزه، شامل دي" ویزې ترلاسه کړي.

د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند زیاته کړه: "د ویزو نوي ډولونه د هند او افغانستان د وګړو ترمنځ د اړیکو په لاغښتلتیا کې به مرسته وکړي. "

د رندهیر جېسوال په وینا، د ویزې پخوانی پروګرام چې "اې ایمرجنسي-Electronical Emergency" نومېده، له منځه تللې او هغه "افغانان چې د پخوانۍ پالیسۍ په اساس ویزې ورته ورکړل شوي او په هند کې ژوند کوي" باید د بهرنیو وګړو د ثبت دفتر ته مراجعه وکړي او د خپلې ویزې بڼه بدله کړي.

وروسته له هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان په افغانستان بیا واک ته ورسېدل، هند د افغان وګړو لپاره خپل هرډول قونسلي چارې بندې کړې.

هند تراوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو هېوادونو چارواکي له یوبل سره په اړیکه کې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مۍ په ۱۵ خبر ورکړ چې د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزیر، جې شنکر، سره ټلیفوني خبرې کړې وې او "د دوه اړخیزو اړیکو پرغښتلتیا، سوداګري او د ډپلوماتیکو اړیکو د سطحې پر لوړلو" غږېدلي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG