د لاس رسي وړ اتصالات

د هند لخوا د غنمو د صادارتو بندولو د جي-۷ هیوادنه په قهر کړي


وروسته تر هغه چې د مارچ په میاشت کې په هند کې دومره ګرمي راغله چې ساری یې نه درلود او په حاصلاتو یې ناوړه اغیز وکړ، دې هیواد شنبې مې ۱۴(غوایي۲۴) نړۍ ته د غنمو صادرات بند کړل.

هند چې په نړۍ کې غنمو دویم ستر تولیدونکی هیواد دی پداسې حال کې د صادراتو د بندولو خبر کوي چې نړۍ وار د مخه په اوکراین کې د روسیې د یرغل له کبله د غنمو د کموالي سره مخ ده او بیې یې هم لوړې شویدي.

هند ویلي چې له یوې خوا سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې کموالی او له بلې خوا په نړۍ کې د غنمو بیه ډیره لوړیدل د دې سبب شوي چې دا هیواد اندیښنه لري ښایي د خپلو شاوخوا ۱.۴ ملیارد وګړو ته په کافي اندازه خواړه ونلري.

د هند د سوداګرۍ وزیر ویلي چې یوازې په هغه صورت کې به نورو حکومتونو ته غنم صادروي چې نوې ډهلي یې منظوري ورکړي.

دغه جګپوړي هندي چارواکي ویل، " مونږ نغواړو چې غنم په غیرې قانوني توګه ووځي چې ښایي نور یې ذخیره کاندي او د هغو مقاصدو لپاره به ونه کارول شي چې مونږ یې توقع لرو او هغه دا چې د نادارو ملتونو او خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره به ترې کار وانخیستل شي".

خو بل پلو بیا د نړۍ د ۷ سترو اقتصادي هیوادونو یا جي-۷ د هند پدې اقدام سخت اعتراض کړی. د دې هیوادنو د کرنې وزیرانو په جرمني کې په یوې غونډې کې ویلي چې د هند لخوا دا اقدام به په نړۍ کې غنمو بیې لا ډیرې کاندي او روان کړکیچ به لا ډیر شي.

نړۍ ته شاوخوا ۱۲ په سلو کې غنم د اوکراین څخه صادریدل خو د فبروري د میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې پرې یرغل کړی نه یوازې دا چې په نړۍ کې د غنمو بیې لوړې شوي بلکې د نړۍ په بازارونو کې غنم هم کم شوي.

هند تر دې وړاندې ویلي و چې پلان لري د سږکال پ مالي پلان کې چې د اپریل د میاشتې په لومړۍ پیل شو، د غنمو صادارت چې تیر کال ۷ ملیونه ټنه و، لس ملیونه ټنه کړي.

سره لدې چې د هند لخوا د دې خبر ورکول د نړۍ په بازارونو کې د غنمو د بیو په هکله خلک یو څه ډاډه کړل خو د اوکراین د جګړې له کبله لا هم غنم کم دي.

په همدې حال کې د اوکراین د کرنې وزیر د جي-هیوادونو د وزیرانو سره غونډه کړې او پدې غږیدلي چې څنګه په اوکراین کې غنم چې په ګودامون کې پراته دي، نړۍ ته صادر کړي.

داسې اټکل کیږي چې د اوکراین په سیلوګانو کې شاوخوا ۲۰ ملیونه ټنه غنم شته چې باید نړۍ ته صادر شي. د روسیې د یرغل څخه وړاندې دې هیواد هره میاشت ۴.۵ ملیونه ټنه کرنیز حاصالات نړۍ ته صادرول او د نړۍ د ۱۲ په سلو کې غنم د همدې هیواد څخه راتلل.

XS
SM
MD
LG