د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف: که نوې موافقه ونشي، ایران یورانیم غني کول بیا پیلوي


د امریکا د بندیزونو له امله د ایران د خامو تیلو صادرات د دریم کال دپاره ټيټې کچې ته رسیدلي.
د امریکا د بندیزونو له امله د ایران د خامو تیلو صادرات د دریم کال دپاره ټيټې کچې ته رسیدلي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر محمد جواد ظریف په نوي ډهلي کې د هند د بهرنیوچارو د وزیرې سوشما سوواراج سره ولیدل.

د هند او ایران خارجه وزیرانو د سه شنبې په ورځ (مۍ۱۴) د ایران د تیلو په صادراتو د امریکا د بندیزونو په احتمالي اغیزو خبرې وکړې.

د امریکا جمهور رئیس ډانلدټرمپ د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اتومي موافقې نه امریکا و ایستله، او امریکا بیرته بندیزونه ولګول، اخلافاتو زور اخستې ځکه د ایران اقتصاد د سخت رکود سره مخامخ شوی.

هند د امریکا تر وروستیو بندیزونو لګولو وروسته، د ایران نه د تیلو واردول بند کړي دي.

په ایران لګیدلو بندیزونو کې د چابهار بندر مستثنا ګڼل شوی.
په ایران لګیدلو بندیزونو کې د چابهار بندر مستثنا ګڼل شوی.

تیره هفته، ایران اخطار ورکړ چې که نړیوال قدرتونه په نویو شرایطو د یوې موافقې په مذاکرو کې ناکامه شي، ایران به په شپیته ورځو کې د خپلو یورانیمو د غني کولو پروسه اخري لوړې کچې ته ورسوي. د ځنو اروپايي هیوادونو په شمول، چین، هند، جاپان، جنوبي کوریا او ترکیه د ایراني تیلو لوی پيرودونکي دي.

تیرکال ایران د ورځې دوه نیم میلیونه بیرل تیل صادرول، خو د امریکا د بندیزونو وروسته، دا صادرات اوس نیم ته ټیټ شوي دي. یو ایراني مقام د رویترز اژانس ته ویلي چې کیدلې شي دا صادرات د روانې می میاشتې وروسته په ورځ کې پنځه سوه زرو ته ټیټ شي.

​ځنی منابعو د دوشنبې په ورځ (می۱۳) وویل ایران شرط ایښې چې د نړیوالې اتومې موافقې د تطبیق دپاره باید په ورځ کې یونیم میلیون بیرل تیل صادر کړي. ایران په نړۍ کې د تیلو پنځه ویشتم صادرونکی هیواد دی.

د امریکا د انرژۍ معلوماتي ادارې چې د احصایو او ارزونو خپلواکه موسسه ده، تیرکال کې د نړۍ د لسو مخکښه هیوادونو د تیلو تولیداتي ارقام خپاره کړي.

په ۲۰۱۸ کال کې د تیلو ستر تولیدونکي لس هیوادونه:

۱. د امریکامتحده ایالات – ۱۷.۸۷ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۱۸٪ جوړوي.

۲. سعودي عربستان – ۱۲.۴۲ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۱۲٪ جوړوي.

۳. روسیې – ۱۱.۴۰ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۱۱٪ جوړوي.

۴. کاناډا – ۵.۲۷ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۵٪ جوړوي.

۵. چین – ۴.۸۲ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۵٪ جوړوي.

۶. عراق – ۴.۶۲ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۵٪ جوړوي.

۷. ایران – ۴.۴۷ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۴٪ جوړوي.

۸. متحده عرب اماراتو – ۳.۷۹ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۴٪ جوړوي.

۹. برازیل – ۳.۴۳ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۳٪ جوړوي.

۱۰. کویټ – ۲.۸۷ میلیون بیرل تیل په ورځ کې تولید کړي چې د نړۍ ۲٪ جوړوي.

XS
SM
MD
LG