د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یوه اونۍ کې نژدې ۸ زره افغان کډوال په زور ایستلي


د مهاجرت نړیواله اداره یا «IOM» وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ۱۶۶زره او ۸۱ تنه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ د «غوايي پر ۲۰مه» پخپل راپور کې ویلي، د یادو کډوالو زیاته برخه چې ۱۵۷زره او ۲۵۲ تنه کېږي له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

راپور وايي، چې د یاد شمېر کډوالو ۷۰زره ۴۷۰تنه په تدریجي ډول افغانستان ته ستانه شوي او ۶۸زره ۷۸۲ نور یې د یاد هېواد لخوا ایستل شوي دي.

«ای او ایم» همدارنګه ویلي، چې په دغه موده کې ۸۸۲۹ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه هم افغانستان ته ستانه شوي دي.

راپور وايي چې د یادو کډوالو له ډلې ۶۹۳۸ تنه یې پخپله خوښه او پاتې ۱۸۹۱تنه یې په زور ایستل شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان زیاتوي چې د اپرېل میاشتې له ۲۸ مې نټې بیا د مې تر څلومې د یوې اونۍ په موده کې له ایران څخه ۱۲زره ۷۷۹ افغان کډوال هېواد ستانه شوي چې دا شمېر د وړمې اونۍ په پرتله چې ۱۲زره ۳۹۵ تنه و ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور وايي، چې د یادو کډوالو له ډلې ۴۷۸۹ تنه یې پخپله خوښه او ۷۹۹۰ تنه نور یې په زور ایستل شوي دي.

دغه سازمان همدارنګه وايي، چې له پاکستان څخه هم په دغه موده کې ۹۰۵ تنه افغان کډوال راستانه شوي چې د هغې بلې اونۍ په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپورونو له‌مخې دا مهال ۳ میلیونه افغان کډوال په ایران او شااوخوا ۴۰ میلیونه نور په پاکستان کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي پر دغه هېواد د امریکا د بندیزونو تر لګېد وروسته ویلي وچې د بندیزونو د زیاتیدو په صورت کې ممکن میلیونونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

نوموړي ویلي و چې دا مهال درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، چې له دغه شمیر دوه میلیونه یې په دغه هیواد کې په کار بوخت دي، چې په کال کې د دریو څخه تر پنځه ملیاردو یورو پورې پیسې له ایران څخه وباسي.

په رپوټ کې راغلې چې په تېرو څلورو میاشتو کې ۶۴۳تنه افغانان له اروپايي هېوادونو څخه هم افغانستان ته راغلي چې ۳۰۷ تنه یې پخپله خوښه یا «ای او ایم» په ملاتړ راغلي او پاتې ۳۳۶ نور یې ایستل شوي دي.

ای او ایم وايي، چې د اپرېل میاشتې له ۲۸ څخه بیا د مې تر ۴ پورې د یوې اونۍ په موده کې له اروپايي هېوادونو څخه ۷ تنه افغان کډوال خپل هېواد ستانه شوي چې ۵ پنځه د «ای او اېم» په مرسته او پاتې ۲ نور یې ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG