د لاس رسي وړ اتصالات

د 'بیپرجوی' ویجاړونکي طوفان له امله په هند او پاکستان کې ۲۰۰زره کسان بیځایه شوي 


په هند او پاکستان کې د بیپرجوی په نامه طوفان
په هند او پاکستان کې د بیپرجوی په نامه طوفان

د بیپرجوی په نامه طوفان د جمعې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) د هند په لویدیځو ساحلي سیمو کې بریښنا پرې کړه، ونې او د بریښنا ستنې یې مات کړل او د بار وړلو کانټینرونه یې له یو ځای څخه بل ځای ته وغورځول.

ددې طوفان له امله د هند په لویدیځو سواحلو او د پاکستان په سویل کې شاوخوا ۲۰۰ زره خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او د نورو ویجاړیو له ویرې د سرپناه په لټه کې دي.


د هوا د حالاتو د وړاندوینې د کارپوهانو په وینا، د پاکستان د سند ایالت چې تیر کال سیلابونو په کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې وې، په راتلونکو ورځو کې به یو ځل بیا د سختو بارانونو سره مخ شي.

په همدې حال کې د هند د هوا پېژندنې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې کورونو، فصلونو، سړکونو او مخابراتي شبکو ته د پام وړ زیان د رسیدو امکان شته.

د بیپرجوی طوفان سره په ساعت کې له ۱۲۰ څخه تر ۱۴۰ کیلومترو پورې چټک بادونه مل دي. تمه کیږي چې دغه سخت توپان به د هند د ګجرات ایالت په لور د تګ په ترڅ کې چې عبادت ځایونه په کې تړل شوي دي، کمزوری شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په پاکستان کې خلکو ته وړیا خواړه او د څښاک اوبه ورکوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په هند او پاکستان کې ۶۲۵ زره ماشومان سمدستي له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG