د هند د دفاع وزیر، نیرمالا سیتهارامن، ویلي چې پاکستان به په کشمیر کې د وروستي برید بیه پرې کړي. په دغه برید کې چې د شنبې په ورځ، د جمو ښار په شمال کې د هندي پوځیانو پر یو کمپ ترسره شو، پنځه هندي پوځیان او یو ملکي وگړی ووژل شول.
د هند د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ په جمو ښار کې خبریالانو ته وویل چې بریدکوونکي، د پولې له هاخوا کنټرولېدل او هند دا حق لري چې په لازم وخت کې، د دغه برید پوره ځواب ورکړي.
وسله والو تندلارو د شنبې ورځې په سهار وختي، د هندي پوځ د یو کمپ پر هغې برخې ننوتل چې په کې د پوځیانو کورنۍ میشتې وې. له پوځیانو سره د بریدگرو وسله واله نښته څو ساعته دوام وکړ. سیمه ییزو رسنیو د بریدگرو شمېر څلور تنه ښودلی او ویل کیږي چې ډیره وسله او لاسي بمونه ورسره و.
د هند د دفاع وزیر نن وویل چې د دغه برید په اړه مفصل راپور به، د ټولو شواهدو په څېړلو، ډیر ژر بشپړ شي.
هند پخوا هم پاکستان په دې تورن کړی چې تندلار روزي، هغو ته وسلې ورکوي او ورسره مرسته کوي چې د کنټرول له لیکې هندي کشمیر ته واوړي؛ خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.