د لاس رسي وړ اتصالات

امیتاب بچن د کرونا په ویروس اخته شوی 


امیتاب بچن په خپل ټویټر کې اعلان کړی چې په کروناویروس اخته شوی
امیتاب بچن په خپل ټویټر کې اعلان کړی چې په کروناویروس اخته شوی

د هند د سینما یوه تر ټولو وتلی ستوری امیتاب بچن د کرونا په ویروس اخته شوی دی.

ښاغلي بچن د شنبې په ورځ جولاۍ ۱۱(چنګاښ۲۱) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د کرونا له کبله په روغتون کې بستر شوی دی.

د هغه په ټویټر کې دا هم لیکل شوي دي چې د کورنۍ نور غړي‌ او کارکوونکي یې هم د کرونا ویروس معاینات کړي.

ښاغلي بچن له ټولو هغو کسانو څخه چې په تېرو لسو ورځو کې له هغه سره نژدې وو او یا یې ورسره تماس او لیده کاته کړي، غوښتي چې معاینات وکړي چې په کروناویروس اخته نه وي.

امیتاب بچن د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم ګڼ مینه وال لري. هغه د «خدا ګواه» په نامه د خپل یو فلم یوه برخه په افغانستان کې هم ډکه کړې ده او افغانستان ته تللی و.

ښاغلی بچن داسې مهال د کرونا په ویروس اخته شوی دی چې په هند کې په دې وروستیو کې د کرونا پېښې زیاتې شوې دی.

په دغه هېواد کې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دې دمه څه باندې ۸۲۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌ او څه باندې ۲۲زره نور مړه شوي‌ دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شوی او دا مهال یې نړۍ کې څه باندې ۵۶۱زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۲.۵۲ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG