د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې ۲۴ساعتونو کې څه باندې ۸۰زره کسان کرونا شوي 


په تازه پېښو کې یې تر نیمايي زیاتې یې د هند د مهاراشترا په ایالت کې دي
په تازه پېښو کې یې تر نیمايي زیاتې یې د هند د مهاراشترا په ایالت کې دي

د هند د روغتیا وزارت چارواکو نن جمعه اپریل ۲ (وري۱۳) وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱۴۶۶ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

چارواکي وايی دا په تېرو شپږو میاشتو کې لومړی ځل دی چې په یوه ورځ دومره ډېر کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي.

د دغو پېښو تر نیمایي زیاتې ۴۳۱۸۳ د مهاراشترا په ایالت کې دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس هند تر امریکا او برازیل وروسته دریم هېواد دی چې ۱۲.۳ میلیون کسان په کې د کرونا په ویروس اخته شوي.

امریکا کې تر دې دمه ۳۰.۵ او برازیل کې ۱۲.۸ میلیون کسان په دغه ویروس ککړ شوي.

په ټولې نړۍ کې بیا تر دې دمه شاوخوا ۳۰ میلیون کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

قبر کېندونکي د برازیل د یو لوی ښار «ساو پاولو» په قبرستان کې له قبرونو زاړه هډوکي او د مړو پاتې شونې وباسي چې د کرونا له کبله نوي مړه شوي کسان ښخ کړي.

په اروپايي هېوادونو کې بیا د کرونا ویروس ۱.۶ میلیون نوې پېښې شوي دي او نژدې ۲۴۰۰۰ کسان له دې کبله مړه شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شوی.

دا مهال ددغه ویروس له کبله په ټولې نړۍ کې ۲.۸۲ میلیون کسان مړه شوي دي چې تر ټولو ډېر څه باندې ۵۵۳۰۰۰ کسان یې په امریکا کې دي.

په برازیل کې څه باندې ۳۲۵۰۰۰ او په هند کې شاوخوا ۱۶۳۰۰۰کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG