د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د پارمان یو غړی د جنسي تیري په جرم په ابدي بند محکوم شو


د هند یوې محکمې د هغه هیواد د پارلمان یو غړی د انسان تښتنونې او په یوې کم عمره نجلۍ باندې د جنسي تیري کولو په جرم په عمري بند محکوم کړ.

د هند په پارلمان کې د واکمن گوند وکیل کولدیپ سنگار، برسیره پر بند د دوه نیم میلیون هندي روپیو (٣٥ زره ډالر) په نغدي جریمې هم محکوم شوی دی.

د پارلمان دغه غړی د تیر کال د اپریل په میاشت کې له نیول کیدو وروسته د هند د صدراعظم نرندرا مودي د واکمن گوند له غړیتوب نه هم وایستل شو. پر هغه تور و چې په ٢٠١٧ کال کې یې یوه کم عمره نجلۍ تښتولې او بیا یې پرې جنسي تیری کړی دی.

دغې نجلۍ ادعا کړې وه چې د هند واکمن گوند ددغه شخص د محاکمه کولو مخه نیولې او د اوږدې مودې پورې یې د هغه د نیول کیدو مخنیوی کړی دی.

دغه نجلۍ د روان کال د اگست په میاشت کې په یوه ترافیکي پیښه کې ټپي شوه. د مخالف گوند زیات شمیر غړو او همداشان د هند د بشري حقونو فعالانو هغه شخص چې پر دغې نجلۍ یې جنسي تیری کړی و د هغې د وژولو په هڅې تورن کړ.

په هند کې د ښځو په وړاندې جرمونه د ٢٠١٣ کال د سخت قانون د نافذ کیدو سره سره مخ زیاتیدو دي.

په ٢٠١٢ کال کې وروسته له هغې چې په یوې ځوانې نجلۍ ډله ییز جنسي تیری وشو او ووژل شوه په سلگونو زرو خلکو په مظاهرو لاس پورې کړ او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملانو ته د سزا ورکولو لپاره د جدي او سختو قوانینو د نافذیدو غوښتنه وکړه.

ددغو قوانینو له مخې د جنسي تیریو مجرمینو ته د لسو کالو بند سزا ٢٠ کلونو ته لوړه شوه او پدغه ډول جرمونو باندې د محکوم کیدو قانوني عمر له ١٨ کالو څخه ١٦ کالو ته راټیټ کړای شو.

XS
SM
MD
LG