د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د حکومت د زرگونو ونو وهلو پروگرام جنجالي شو


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په ممبای ښار کې د مترو ریل گاډو د پارکینگ لپاره د هند د حکومت یو پراختیایي پروگرام وروسته له هغې جنجالي شو چې مقاماتو ددې پروگرام د پلي کولو لپاره د شاوخوا ٢٧٠٠ ونو د وهلو اعلان وکړ.

شاوخوا ۴٠٠ تنه په هغه ځای کې راټول شوي وو چې ونې په کې قطع کیدې او هر یو یې یوه ونه په غیږ کې ونیوله چې مسؤلین یې ونشي وهلی.

د هند پولیس وایي ددغو اعتراض کوونکو له ډلې نه شاوخوا ۴٠ تنه یې توقیف شوي دي.

د چاپیریال ساتنې فعالانو ویلي چې پولیسو اعتراض کوونکي له دغه ځایه لرې کړي او دې سیمې ته غزیدلې لارې کوڅې بندې کړې دي.

د پولیسو یو ویاند پرانیا آشوک، د رویترز اژانس ته وویل: "هغه تور چې په هغوی (اعتراض کوونکو) لږیدلی د دولت د کارکوونکو د اجراتو مخنیوی او غیر قانوني راغونډیدل دي. شاوخوا ٢٠٠ پولیس دغه ځای ته استول شوي".

له دې دمخه د ممبای عالي محکمې ددغو ونو د غوڅولو د مخنیوي لپاره ټولې عریضې رد کړې وې.

د مترو ریل گاډو د نویو کرښو لپاره د سرپوښ جوړولو دولتي پروگرام په ممبای ښار کې د مترو ریل گاډو د خدماتو پراخول دي چې ددې ښار په سړکونو باندې بیسارې گڼه گوڼه راکمه کړای شي.

د ممبای ښار د مترو خدماتو ادارې دمخه تر دې ویلي وو چې د مترو ریل گاډو د سرپوښ لپاره بل هیڅ مناسب ځای نشته او د مترو خدماتو زیاتیدل د ترافیکو د کمیدلو او د ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یو ضروري اقدام دی.

خو اعتراض کوونکو ویلي چې ددغو ونو د وهلو د مخنیوي لپاره به نورو لارو چارو ته مخه کړي.

د چاپیریال ساتنې فعالانو، یو شمیر سیاستوالو او همداشان د هند د سینما یو شمیر ستورو ددغو ونو د وهلو سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې د شنو ځایونو له منځه وړل به د ښار هوا نوره هم ککړه کړي.

د هند د ممبای ښار ددې هیواد د گڼ میشته ښارونو څخه دی چې د هوا ککړتیا په کې یو د اصلي چلنجونو څخه شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG