د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې ځمکه ښویدنه؛ تر اوسه ۲۷ مړي موندل شوي 


د موسمي بارانونو له امله د هند په ایرشالوادي کلي کې ځمکې ښویدنې مرګ ژوبله اړولې
د موسمي بارانونو له امله د هند په ایرشالوادي کلي کې ځمکې ښویدنې مرګ ژوبله اړولې

په هند کې مقامات وايي، په دغه هېواد کې د ځمکې له ښويدو وروسته د ژغورنې په عملياتو کې تر اوسه د ٢٧ کسانو مړي موندل شوي دي.

مقاماتو ویلي چې د ځمکې دغه ښویدنه د موسمي بارانونو وروسته د ایرشالوادي په کلي کې شوې چې د ممبۍ له ښار څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره واټن لري.

د دې طبیعي ناورین په پایله کې، لږ تر لږه ۷۸ کسان لادرکه شوي دي او د استوګنې ۱۷ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه د خټو لاندې ښخ شوي دي.

د هند د بیړنیو حالاتو د ادارې یو چارواکي ډیپک اواد، وویل چې، د ژغورنې ډلې د خټو او خځلو د پاکولو لپارهله بیلچې او جبل څخه ځکه کاراخلي، چې دې کلي ته لاره ډیره سخته ده او نشي کیدای چې عصري او درانده ساختماني وسایل هلته انتقال شي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، دا کلي له هغه ساحې څخه چې کیدای شي وسایط ورته انتقال شي ٩٠ دقيقې پیاده واټن لري. چارواکو ویلي چې بارانونو او د ځمکې ښویدنې ګواښ د ژغورنې ډلې دې ته اړ کړي چې د شپې خپل عملیات وځنډوي.

د پرس ټرسټ اف انډیا خبري شبکې راپور ورکړی چې په وژل شویو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، تر اوسه ۷۵ کسان ژغورل شوي او څلور تنه د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې د سختو بارانونو له کبله د مهاراشترا ایالت ته خبرداری ورکړی دی. د اورګاډي خدمات هم د اوبو د لوړې کچې له امله ګډوډ شوي دي.

د هند په شمال کې د موسمي بارانونو په تیرو دریو اونیو کې تر سلو ډیر کسان وژلي دي.

ساينس پوهان وايي، د اقليم د بدلون له امله د موسمي بارانونو شدت زيات شوى او په وار وار د هند په هماليه سيمه کې د ځمکې ښويدو او سېلابونو لامل کیږي.

XS
SM
MD
LG