د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې تالندې او بریښنا ۲۳ کسان وژلي


هندي چارواکو د شنبې په ورځ سپټمبر دریمه (وږې ۱۲) وویل چې د هند په ختیځه برخه کې د موسمي توپانونو او اورښتونو پرمهال د تالندې او بریښنا له امله ۲۳ کسان وژل شوي دي.

دغه کسان د هند په بیهار ایالت کې د چهار شنبې او جمعې ورځو ترمنځ د خرابې هوا له امله وژل شوي‌ چې اکثریت بزګران او کارګران دي.

د بیهار ایالت اعلی وزیر نیتیش کومار د یادو کسانو په مړینه خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د مرستې ژمنه کړېده.

د یاد ایالت د ناورینونو په وړاندې مبارزې ادارې له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ۱۱ کسان د جمعې په ورځ ددې ایالت په بیلابیلو برخو او ۱۳ نور په تیرو دوو ورځو کې وژل شوي‌ دي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د یاد ایالت په ځینو نورو برخو کې د زورورو بارانونو او تالندې او بریښنا وړاندوینه کړې ده.

په هند کې تالنده او بریښنا یو معمولي امر دی چې تل د جون او سپټمبر میاشتو ترمنځ‌ پيښیږي. د هند د ملي جرایمو د ثبت د ادارې په وینا، تالندې او بریښنا په ۲۰۱۹ کال کې کابو ۲۹۰۰ کسان په هغه هیواد کې وژلي وو.

پاکستان کې د سیلابونو زیانونه

په پاکستان کې چارواکي وایي میلیونونه خلک په سیلاب ځپلو سیمو کې له کړاوونو سره مخامخ دي او دا هېواد په تېرې یوې لسیزې کې له دې پلوه تر ټولو له یو بد حالت سره مخامخ دی.

د پاکستان د اقلیم بدلون سره د مبارزې وزیرې شیري رحمان ویلي دي چې د پاکستان درېیمه برخه تر اوبو لاندې ده او دغه حالت «له تصور څخه لېرې یو بحران» زېږولی دی.

چارواکي وايي د جون له میاشتې راهېسې، چې موسمي بارانونه پيل شوي دي، تر دې دمه پورې ۱۱۳۶ کسان مړه شوي دي خو ویل کېږي چې د مړو شمېر ممکن تر دې زیات وي ځکه چې په غرنیو سیمو کې له سګونه کلیو او بانډو سره اړیکې پرې شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د پاکستان ځینو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د پاکستانیانو ترڅنګ په هغه هیواد کې مېشت څه باندې ۴۲۰ زره افغان کډوال هم اغېزمن شوي دي.

یاد سازمان ویلي چې له سېلابونو څخه اغېزمن افغان کډوال اوس مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

موسمي بارانونه د هند په لویه وچه کې معمولآ د للمو او فصلونو د خړوبولو او د اوبو د زیرمه کولو او ډیمونو د ډکولو لپاره مهم بلل کېږي خو کله ناکله دا ډول ویجاړۍ او خرابۍ هم له ځان سره راوړي

XS
SM
MD
LG